مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د فکر مشغولتیا

فضل الله رشتین


 هغه څوک چې یوه ستونزه لري نو خامخا به یې فکر د ستونزې د حل لپاره مشغول وي ، د چا چې فکر د یوې ستونزې په حل کې مشغول وي نو هغه خپل ځان نه شي خوشحالولای. د مثال به ډول که یوه مور د کور کار کوي او فکر یې د خپلو اولادونو په طرف چې ښوونځي ته تللي وي، مشغول وي نو هغه مور د کور کار په سم ډول نه شي تر سره کولای .
که د ښوونځي د یو ښوونکي فکر په دې مشغول وي چې په کور کښې یې اوړه نشته ، بوره نشته او نور د ضرورت شیان نشته نو د غه ښوونکی، خپلو شاکردانو ته سم درس ورکولای نه شي .
که یو دولتي مامور خپلې ادارې ته ځي نو ښايي چې خپل ټول فکر او توجه د خپل کار طرف ته واړوي ، خو که داسې ونه کړي او فکر یې په کورنیو ستونزو کې مشغول وي ، نو دغه مامور خپل کار په سم ډول تر سره کولای نه شي.
په ډیرو ادارو کې ، ډیر داسې مامورین شته چې په دفتر کې خپل سپارل شوي کارونه پریږدي او له یو بل سره د رسمي کار په وخت شخصي خبرې کوي ، د خپلواولادونو، دوستانو په اړه خبرې کوي ، سیاسي بحثونه کوي ، همداشان په دیرو نورو داسې موضوعاتو خبرې کوي چې هغه د ادارې په کار پورې هیڅ اړه نه لري. دا ډول مامورین هسې خپل وخت تیروي او د کار نتیجه یې صفر وي.

هر څوک چې اقتصادي ، امنیتي او اجتماعي ستونزې لري ، نو دا ستونزې یې په کاري ژوند او شخصي ژوند منفی اثرات لري ، د مثال په ډول که د یو چا ماشوم ناروغ وي نو د ماشوم ناروغتیا به یې حتما فکر خرابوي او پریشاني به ورته پیدا کوي او دا سې کسان د دې پریشانۍ له امله نه شي کولای چې خپلې ورسپارل شوې چارې په ډاډ سره او اطمینان سره تر سره کړي.
که د ښوونځي شاګرد وي ، که دولتي مامور وي ، که د ټاکسي وان وي ، که ډاکټر وي ، که انجنیر وي ، که دکاندار وي ، که وزیر یا ولسمشر وي ، که مور وي او که پلار وي که هر څوک وي ، که چیرې یې فکر او توجه بل طرف ته اوړیدلې وي او پریشان وي نوپه دط صورت کې دوي خپل کارونه او خپلې چارې په دقت سره او په ښه ډول سره تر سره کولای نه شي ، د کار ماحول د کار لپاره وي ، د کار به وخت خپل فکر په بله خوا مشغولول د کارونو په سرته رسولو کې خنډ او ځنډ راولي .
مونږ ټول ستونزې لرو ، مونږ ټول پرابلمونه لرو، خو د دې ستونزو او پرابلمونو د حل لپاره باید له کاری وخت څخه استفاده ونه شي. که دیو ښوونکي فکر د زوی د بیمارۍ لپاره مشغول وي نو دهغه فکر بیا پریشان وي او سم ترکیز نه شي کولای ، کله چې یې فکر پریشان وي نو بیا شاکردانو ته سم درس نه شي ورکولای، نو بهتره ده چې دا ښوونکی رخصت واخلي ، لاړ شي او خپل بیمار زوی روغتون ته ورسوي.
دا طبیعي خبره ده چې په کورنیو کې ، کورني اختلافات پیدا کیږي ، د ښځې او خاوند تر منځ جکړې کیږي ، خو دا جکړې باید د ډوډۍ خوړلو په وخت ، یا د کور د کار په وخت ونه شي ، ځکه چې د ډوډۍ خوړلو وخت د ډوډۍ خوړلو لپاره دی ، د جکړو لپاره نه دی ، د کور د کار وخت د جکړو لپاره نه دی ، که د کار په وخت جکړې وي نو کار به پاتې شي.
کورنۍ ستونزې باید د تفاهم په فضا کې حل شي ، که څوک دولتي یا شخصي کارونه لري ، نو کورنۍ ستونزې دې له ځان سره د کار خای ته نه وړي او د کار پnه ځای کې دې د کار په وخت د نورو خلکو وخت نه ضایع کوي او نه دې هم خپل وخت ضایع کوي.
کار کول هغه وخت ښه نتیجه ورکوي چې سړی د کار په وخت خپل کار ته توجه وکړي ، خپل فکر په کورنیو ستونزو مشغول نه کړي ، او ټولې کورنۍ او نورې ستونزې له ځلن سره وساتی او په یو مناسب وخت کې او د کار د ماحول څخه بهر په یو وزګار وخت کې یې له خپلو خپلوانو اودوستانو او مشرانو سره مطرح کړي او په آرام فکر سره دې ورته د حل لار پیدا کړي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery