مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له ځانه خدای مه جوړوئ

محمود نظری

 

 

 اسلام یوازې لویه ږیره او پګړۍ نه ده
 د پاکستان د دیوبند تړلې پګړۍ نه ده
 الله عالم دی اسلام دین دالله دی
 اسلام علم دی په کار ورته وړۍ نه ده
***
داچې کوم با ایمان کوم بې ایما ن دی
 دا تشخص کار کله د کوم انسان دی
 دانسان په زړه یوازې یو الله خبر دی
 چې څوک لوی ګبر کوم مسلمان دی
***
غلو له ږیرو دګناه پنسل پاک مه جوړوئ
 غدو له ږیرو وسیله د تاړاک مه جوړوئ
 ټول دینونه ډیر قدر کوي د پاکي زیږې
 مخبروله ږیرو دترسادستپاک مه جوړوئ
 ږیره ده د ټولو نبیانو سنت له هغه څخه
 د پسات د پټولو لپاره موراک مه جوړوئ
 خپلې ږیره پاکي ساتئ له ټولو مرداریو
 له هغه څخه ټټۍ د خاشاک مه جوړوئ
 ږیره د نارینو یوه طبیعي ښکلا ده
 له هغه شی د خوراکپوشاک مه جوړوئ
 ږیره لکه پاکي او صافي ړني اوبه دي
 خیرنو له هغه څخه لوشاک مه جوړوئ
 پوهه په انسان کې ده نه دچا په ږیره کې
 ناپوهو له ږیرو څخه ادراک مه جوړوئ
 احمق او ساده سړی په ږیره ځان تودوي
 ډنګرو له ږیرو څخه شېراک مه جوړوئ
 ږیره چا ته کله هم شخصیت نه ورکوي
 چاکرو له ځانه په ږیرو پاک ساک مه جوړوئ
 ږیره څه اړیکه لري له عام غولونې سره
 لچکو له ځانه په ږیره چالاک مه جوړوئ
 ولي باید هر څوک د وزو ږیرورو ومني
 چغروپه چچو له ځانه رب پاک مه جوړوئ
 اراک (هوښیار)،شېراک ( تلتک)،تاړاک( نادان)،لوشاک ( خړې اوبه )، پاک ساک(نادان )،الاک دلاک(حېران دریان )، موراک ( دېوال )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery