مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نس غړومبی

محمود نظری

 

 


 وطن چې خرابوي خپله ناروا زامن یې خرابوي
 د لړمانو لومړی خواره دي د مور د بدن غوښه پی
 بې غیرتي باچا اړ کړي دغلام ګرځیدولوخوړو ته
 ځکه هر وخت ډارنه ملکه خوري د موچیو قی
 سپین ږیري ځکه په سپینه ږیره ګناه کړي
 زښت ډیره نشه لري چې کله زاړه شي می
 خوند نه کوي زړه او ډیره هم وړه کوروالا
 وریجي هغه وخت خوند کوي چي وباسي وی
 چرګان ولي دومره بې عزته سوي په دنیا کې
 ځکه له هګۍ پیدا سوي رولی یې نه دی تی
 د ډول تر اوسه چا نه دي اوریدلي بوغارې
 هر وخت دسوز بوغارې وځي د وچ ډنګر نی
 هغه چې ګټئ هغه ټوله خورئ که پوهیږئ
 ددې دنیا چا وړی نه دی تر اوسه کوم شی
 چې د چا تل له اغزو سره کار وبار وي
 څه غم دهغه په پښو هر وخت ننوځي ازغی
 کله هم ټګ له رقیبه خوشحالي په ژړا پټوي
 ځکه ناوي دواده په اوله کې کوي خورا اینکی
 دچا چې دشی بد راځي هغه یې په پیټی سي
 تل دمار د غار خولې ته شین کیږي شین شوبی
 دچا چې وروسته له ډیره ارمان هیله پوره سي
 لکه وچه مځکه داوبو په رسیدو وکړی کبی
 پسونه تر اوسه کوم شپانه وهلې تکولې نه دي
 شپون د لیوه له ډاره په لاس کې ګړځوي سوټی
 هلکان دپلار له ډاره دهر چا خوله نسوار غواړي
 چی خپله پلار سي بیا دنسوارو ګرځوي ډبی
 هر څوک غواړي چې خپله رښتیا وویني
 ان چې تیاره شی غټ سي د هرسترګې کسی
 تر هغه به په دې ملک کې اشغال حلال وي
 تر هغه چې ډالرو ته زموږ مشر سي غنډژبی
 ګوره خاین دواړه وخت بې سزا نه پاته کیږي
 یو ورځ به دهغه خواته هم وغورځول سي غشی
 د ولس په هر څه سم سرخلاصیږي
 دچا چې زور نه رسي وایی زه یم غبی
 هر انسان چې په غلا سي پراخ اوشلنډ
 دژمي په سر کې هر څوک چاری الویلی
 د خاین رخسار خلکو ته د ابلیس ښکاري
 تا لیدلی نه دی د فیل مرغ دغوښو خملی
 هر څوک چې کله د شیطان بنده سي
 هغه ته کله هم شرم نه ایسي سامبولی
 دهغه ملک چې خر دجال مل وي
 خود به سي عبدالدجال زموږ باولی
 هر حالت په هر انسا ن راځي کله کله
 مګر کله هم ځان نه بایلي سم سړی
 زهری موجود تر ساده موجود ډیر دښمنان لري
 افعی مار د لکۍدخوا په مزه مزه خوري نولی
 هر وطن دوست دوطن په پېښو غمجن دی
 له طیبه پوښته د چا زړه خوږیږي د چا تشی
 په خوله هر پيژنده نا پیژنده شی مه منډه
 په لمانځه به دي ناببر په نس کې سي غړومبی

 سامبولی ( بی پرتوګه )،باولی ( لاپو)، نولی ( موش خرما)

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery