مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دکوخ چینجي

محمود نظری




دنیا کراره کښېناستلای نسي چنجي لري د کوخ
هر چیري چې کمزوره وویني له واره ورته وایي اوخ
بې خبره جیټ یا دوړن الوتکې ور په هوا کړي
دا نوی نزی د نیولو سیاست دی بیله ټخ و ټوخ
اسیا اوس ددي نوي غلبلې دشطرنج تخته ده
چیری چې یې زړه وي ورته خپل پیاده کړي روخ
زموږسیاست دنیواکګرو د ګوتو په سرو څرخي
دملت ملي ټاکڼې په یوه اشاره کړي سم منسوخ
اصلي افغان لکه دیب په پو له ملکه ورک کړي
شوکمار،غلمار ته وکړي اسلامي جهاد ي رسوخ
په بل وطن کې خپل مرییان هر چیري پرشا ټکوي
دمشاور په نامه هغه ډالراخلي چې وي چوتار پټوخ
پرټولو چکه چورو او جنګرو د شفقت لاس تیروي
چې ددې دولت کوم لوچک موچک نسي ترې بوخ
په خوار او خوله تړلي ملت بیا نو ښه زور ور سي
له ملته په دوسره مار سم ایستلای سي پخ پوخ
هر باوله چې دهغو خوښه وي هغه ورته باچا کړي
که سم و ورسره مل کړي شاولي واولي او سمخ
بوخ( ناراضه) سمخ(بی حیا)، پټوخ( تش مغزه)، شاولی واولی( پوک)
***
دهغه وخته دی خدا ساته
چې خپله مالګه سي خوسا
چنجی په غوښې کې څنګه ورکه وې؟!
چې خپله مالګه ورکړې سا
***
مغز تشی شی تل وي تر مغز ډکي لوړ
ډبرې کرارتر اوبو لاندې خلي له تاو ډکي لوړ
اوس هر چیري پوکي چلیږي اوپلنوالي
دسهار باد بیایي پلن پتنګ په بېباکي لوړ
تا به په بڼ باغ کې کله هم لیدلي وي
دمیوو ډکه څانګه کښته منډکي لوړ
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery