مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د چین ولسمشر د افغانستان د کړکیچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې

احمد فیصل
وروسته له هغې چې د سولې د څلور اړخیز بهیر غونډې بې پایلې پای ته ورسیدې او دغه بهیر له ترینګلتیا سره مخ شو، اوس د چین ولسمشر د افغانستان د کړکیچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې. ولسمشر شي جي پینگ وایي، نړیواله ټولنه مسولیت لري، چې د افغانستان کړکیچ ته حل لارې ولټوي. شي جي پینګ زیاته کړې، افغانستان د روانو ستونزو د حل په برخه کې د نړیوالې ټولنې ګډو مرستو ته اړتیا لري او بیجینګ هیله من دی، چې ډیر ژر افغانستان کې سوله او پرمختګ وویني. بلخوا ویل کیږي، چې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره په لیدنه کې د افغان سولې په باب خبرې کړې دي. په دې کتنه کې دواړو لورو یو ځل بیا پرېکړه کړې، چې د افغانستان د سولې روانه پروسه به یوې پایلې ته رسوي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر اشرف غني په وروستیو کې ویلي، چې نور له پاکستانه د سولې په برخه کې د همکارۍ تمه نه کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery