مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دوستي

محمدعلي عمري

 

ژباړه. محمدعلي عمري

دوه دوستان دسړک له څنګه په بیابان کښي پلي روان وو. دلارې په مینځ کښي یې پر یوه موضوع اختلاف پیدا شو. مشاجره .سختي .خبري یې سره وکړې. یوه له ډيرې غصې څخه دابل دوست پر دې مخ په څپېره وواهو.هغه دوست چي څپېره یې خوړلې وه سخت زهیر شو. بې له دې چي څه ووایي. دبیابان پرشګلنه خاوره یې ولیکلو چي.نن یوه بهترین دوست پرمخ په څپیړه ووهلم.دوي دواړه څنګ پرڅنګ روان شوو. ترڅو یوې ابادۍ ته ورسيدو.اراده یې وکړه چي هلته یوڅه وخت پاته شي او داوبو پرغاړه استراحت . هوسايي. وکړي ناببره هغه دوست چي څپيړه یې پرمخ خوړلې وه . وښويېد او په اوبو کښي ولويدو.نژدې وو چي غرق شي. دوست یې ومرستې.کومک. ته رامنډه کړه. او هغه ته یې نجات.ژغورنه . ورکړه.کله چي یې له غرق کېدو څخه نجات وموندلو. پریوه صخر.لوي کاڼي. یې داجمله
ولیکله. نن یوه بهترین دوست وماته نجات راکړلو.دوست یې په تعجب سره ورته وویل.وروسته له دې چي ته مې په څپيړه زهیر کړې .نو تا هغه جمله دبیابان پرشګلنه زمکه ولیکله.لیکن اوس بیا دا جمله پرډبره لیکې ؟
هغه وخندل او ویې ویل.کوم وخت چي څوک آزار راکوي باید دصحراپرشګلنه زمکه یې ولیکم چي دبخښنې بادونه یې پاک کړي. لیکن که څوک زما په حق کښي محبت وکړي باید هغه د ډبرې پرمخ ولیکم چي هیڅ باد یې له یاده ونه باسي....
...........

مسلم باغ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery