مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-02   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حامد کرزی: تاوتریخوالي او جګړې ته لمن وهل افغانان په نا پایه جګړه کې ښکېلوي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
مخکېني ولسمشر حامد کرزي په هېواد کې د وروستیو تاوتریخوالو او کرکو د راپورته کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له حکومت څخه یې غوښتي چې د خپلې تبلیغاتي او نظامي مبارزې مخ د هغو کسانو پر لور وګرځوي، چې په افغانستان کې یې د جګړې اور بل کړی دی. وروسته له هغې چې دوه اونۍ مخکې وسله والو طالبانو په کابل ښار کې یو خونړی برید ترسره کړ، د وسله والو د دې کړنې پر وړاندې حکومت او په ځانګړې توګه ولسمشر، سیاسیونو او عامو افغانانو تندې نیوکې او خبرې وکړې. تر دې پېښې وروسته ولسمشر اشرف غني له وسله والو سره د سولې هر راز خبرې رد او افغان ځواکونو ته یې د هغوی پر وړاندې د سخت چلند امر وکړ. همدارنګه ولسمشر اشرف غني د تېرې سې شنبې په ورځ د ملي شورا په ځانګړې غونډه کې د طالبانو پر وړاندې سخت الفاظ وکارول، چې یو شمېر کسانو د طالبانو پر وړاندې د ولسمشر د دې دریځ ستاینه وکړه، خو یو شمېر نورو بیا دا ډول څرګندونې د جګړې د دوام په معنا وبللې. مخکېني افغان ولسمشر حامد کرزي پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې اړه خپل دریځ څرګند کړ. په اعلامیه کې راغلي: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په هېواد کې د تاوتریخوالي او کرکې د هغې څپې په اړه چې په دې وروستیو کې راپورته شوې ده، خپل تشویش او اندېښنه څرګندوي. کرزي د کابل د وروستۍ تروریستي پېښې د غندنې ترڅنګ زیاته کړې ده، چې د هېواد د اوسني ناورین ریښې په بهر کې دي او پر افغانانو تپل شوې جګړه له بهره تنظیمېږي. د هغه په خبره، د افغانانو تر منځ د غچ اخیستنې او کرکې اور ته لمن وهل به لامل شي چې زموږ هېوادوال په نه ختمېدونکې جګړې کې را ښکېل شي او د جګړې اصلي عاملین به په بهر کې په پوره مصوؤنیت د افغان وژنې طرحو جوړولو او پلي کولو ته ادامه ورکړي. پخواني ولسمشر کرزي پر هغو طالبانو چې ځان د افغانستان بچیان ګڼي یو وار بیا غږ کړی چې ځان د پردو له منګولو وژغوري، ورور وژنې ته خاتمه ورکړي او عملاً راشي د هېواد د ابادولو لپاره مټې راونغاړي. هغه دغه راز پر دولتي چارواکو غږ کړی، چې د خپلې تبلیغاتي او نظامي مبارزې مخ د هغو بهرنیانو په لور وګرځوي چې زموږ په هېواد کې یې د حاضرې جګړې اور بل کړی دی. نوموړی وايي، افغانان باید خپل اتفاق او یووالی تر پخوا لا زیات غښتلی کړي ځکه چې روانه تپل شوې بدمرغه جګړه لګیا ده هره ورځ د هېواد له هر ګوټ او هر کور نه قرباني اخلي. شنونکي هم وايي چې یوازې تدبیر او سوله ییزې هڅې کولی شي د روانې جګړې اور مړ کړي. د پوهنتون استاد عبدالناصر شفیق وايي چې د روانې جګړې یوازېنی حل د سولې خبرې دي او د حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر وروستی تند دریځ په افغانستان کې د جګړې لمبې نورې هم تودوي. نوموړي سرنوشت ورځپاڼې ته وویل: (( د سولې پر ځای د زور د ژبې کارول هغه څه دي چې بهرنیان یې غواړي او په دې کار د هغوی ګټې نغښتې دي.)) د شفیق په وینا، حکومت او ولس باید پر دې فکر وکړي چې د روانې جګړې ریښې کومې دي او افغانان چا تاوتریخوالي او تشدد ته هڅولي دي. د افغانستان د مدني ټولنو د فدرېشن مشر صدیق انصاري وايي چې د افغانستان څه کم څلوېښت کلنه جګړه له پیله تر ننه پورې بهرني اړخونه لري او له همدې امله بهرنیان هڅه کوي چې له بېلابېلو لارو جګړه توده وساتي. نوموړي له حکومت، سیاسیونو، سیاسي ګوندونو او عامو خلکو وغوښتل چې د ملي وفاق له لارې د روانې غمیزې په له منځه وړلو کې سره لاسونه یو کړي او په دې اړه له داسې څرګندونو او حرکتونو باید ډډه وشي، چې هغه یوازې د جګړې د تشدید او سختېدو لامل کېږي. د انصاري په وینا، حکومت باید د سولې په برخه کې خپل دریځ ثابت وساتي او داسې چاپېریال رامنځته کړي، چې د سولې خبرو ته لار هواره کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery