مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-04   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مینه پال: پاکستان دې پر خپلو ژمنو وفا وکړي

احمد فیصل
افغان حکومت یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال وايي، د څلور اړخیزو غونډو د ژمنو پر بنسټ له پاکستانه غواړي چې د په خپله خاوره کې د افغان طالبانو پر وړاندې اقدام وکړي. مینه پال دا خبرې وروسته له دې وکړې چې تېره ورځ د پاکستان د صدراعظم د بهرنیو چارو سلاکار سر تاج عزیز ویلي و چې دوی به پخپله خاوره کې د افغان طالبانو پر وړاندې نظامي اقدام نه کوي. مخکې پاکستان ژمنه کړې وه چې دوی به طالبانو د سولې خبرو ته کېنوي او که چا د سولې خبرې و نه منلې دوی به یې پخپله خاوره کې پر وړاندې عملیات کوي، خو سر تاج عزیز تېره ورځ وویل چې دوی پخپله خاوره کې د طالبانو پر وړاندې کوم اقدام نه کوي. سرتاج عزیز دا خبرې اسلام اباد ته د قطر دفتر د پلاوي له سفره وروسته کړی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery