مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په ورستوهګیو ناسته کوټه چرګه

محمود نظری


چاچې د شیطان لاس ټینګ نیولی وي
هغه چا ته څه شرم دی د سامبولی
هغه چې لوړ سوی وي په غلاغلتي
هغه مردار خوار به خود سي باولی
په زمریانو کې چې موشه خر باچاسي
دهغه هنګا ته خود دخرو سی بلی بلی

سامبولی( بې پرټوکه). باولی ( لاپو)، بلی بلی( واه واه)
***
هغه چې ددې دولت دشطرنج ده یوه ګوټه
هغه چې ددولتي فساد د جواري ده یوه ټانټه
اصیل پښتون نه دی که څه وایي پښتو کلمه
دهغه کلمه مه منه،خبرې يې ټولي دي اوټه
هغه ناپوه واکمن بوله لکه قبض او بنده کولمه
په هغه باندې باید وخوړل سي جمال کوټه
ګوټه ( دشطرنج دانه )، اوټه( بی معنی خبری)
***
هغه چاته چې زیات واک خوند ورکوي
په پوچو هګیو کښېني لکه چرګه کوټه
هغه چې یوازې واک ساتي پښتو ن مه بوله
هغه دی دسړک منځ کې بد بویه سوټه
نه خپله کار کولای سي نه واک خوشي کوي
دا کړه یې تر فساد او خیانت لا دي ډیر ګاټه
***

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery