مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: پاکستان یوازې یوه سرحدي دروازه افغانستان ته سپارلې ده

احمد فیصل
د مشرانو جرګې ځينې غړي ادعا کوي چې پاکستان افغان خاوره کې له جوړو شوو تاسيساتو څخه له يوې سرحدي دروازې پرته نور څه افغانستان ته نه دي سپارلي. په ملي شورا کې د پکتیکا ولایت استازي وایي، چې افغان ځواکونو ته د یادو تاسیساتو یوازې دروازه سپارل شوې ده او نورې پوستې لا هم د پاکستان په واک کې دي. درایم کوټ، پش خونه، سويي وړۍ او خواجه ضغر د پاکستان هغه پوستې دي، چې د ملي شورا د غړو په وینا له ډېورنډ فرضي کرښې دېخوا جوړې شوي او پاکستاني پوځیان پکې لاهم فعال دي. د مشرانو جرګې غړي په دې تړاو له حکومت څخه د ځواب ویلو غوښتنه کوي. خو ملي دفاع وزارت وايي، چې د پکتیکا په انګور اډه کې د پاکستان ټول تاسیسات د ملي دفاع، کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو د هڅو په پایله کې د افغانستان حکومت ته سپارل شوي. د شنونکو په باور، پاکستان له ډیورنډ کرښې دې غاړې د تاسیساتو په جوړولو او افغان حکومت ته د هغې په سپارلو سره په دې هڅه کې دی، چې ډیورنډ کرښه نړیوالو ته د افغانستان او پاکستان د رسمي پولې په توګه ور وپېژني.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery