مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د ملا اختر منصور مرګ به د جګړې پر څرنګوالي ژور اغېز ونه کړي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د سیاسي چارو ځيني شنونکي وايي چې د ملا منصور وژنه به د جګړې پر څرنګوالي ژور اغېز ونه کړي خو ښايي چې د حقاني ډله ورسره پیاوړې شي. دغه راز هغوی زیاتوي چې روسانو په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې او دغه کار د امریکا او پاکستان د ناخوښۍ سبب ګرځېدلی و؛ ځکه دغه هېوادونه نه غواړي چې طالبان د نورو له لوري د دوی پر وړاندې وکارول شي. په رسنیو کې ځیني داسې خبرونه خپاره شوي چې ملا منصور په مستعار نوم په پاکستاني پاسپورټ ایران ته سفر کړی و او هلته یې ښايي له روسي چارواکو سره هم کتلي وي. د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور د شنبې ورځې مازدیګر څه کم څلور بجې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان په «البندین» سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو. د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو حکومتونو د ملا منصور وژل کېدل تایید کړي، خو طالبان د نوموړي وژل کېدل ردوي. د راپورونو له مخې، ملا منصور په البندین سیمه کې په داسې حال کې تر هوايي برید لاندې راغلی چې په موټر کې له یوه بل کس سره د تګ په حال کې و. رسنیو ملا منصور ته منسوب د «ولي محمد» په مستعمار نوم د ملا اختر محمد منصور د پاسپورټ انځورونه هم خپاره کړي دي. دغه راز د بلوچستان په یوه روغتون کې د دوو تنو د سوځېدلو جسدونو انځورونه هم رسنیو ته په لاس ورغلي دي چې ویل کېږي د ملا منصور او د هغه د چلوونکي دي. معلومه نه ده چې ملا منصور په دغه موټر کې چېرته روان و، خو ځیني نا تایید شوي راپورونه وايي چې د هغه پر پاسپورټ د ایران ویزه لګېدلې وه. د ملا منصور د وژل کېدو په اړه بېلابېلې انګېرنې او شننې کېږي. یو شمېر شنونکي وايي چې ملا منصور په دې وروستیو کې له روسیې سره نږدې شوی و، نو ځکه د امریکا له خوا ووژل شو. ځیني نور بیا وايي چې ملا منصور د سولې د خبرو پر وړاندې ستر خنډ و؛ ځکه د امریکا او پاکستان له خوا په ګډه له منځه یووړل شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم دا خبره کړې چې ملا منصور د سولې د خبرو پر وړاندې ګواښ و؛ ځکه د امریکا لپاره مطلبي کس ګڼل کېده. د چارو شنونکی احمد سعیدي وايي، روسانو په دې وروستیو کې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې وې چې دغه کار د امریکا او پاکستان د ناخوښۍ سبب ګرځېدلی و. سعیدي زیاتوي، امریکا او پاکستان نه غواړي چې طالبان د نورو له لوري د دوی پر وړاندې وکارول شي. نوموړي وویل چې پر دې سربېره، امریکا دا هم غوښتل چې د پاکستان هغه ادعا دروغ ثابت کړي چې تل به یې ویل، د طالبانو مشران د پاکستان په خاوره کې نه اوسېږي. افغانستان د نړیوالو په منځګړیتوب پر پاکستان د فشارونو په راوستلو سره ونه شوای کولی چې وسله وال طالبان د پاکستان له لارې د سولې خبرو ته حاضر کړي. افغانستان تل ویلي چې پاکستان په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او ترهګر د پاکستان له خاورې په افغانستان کې جګړه تنظیموي. دا چې د ملا منصور وژل کېدل به د سولې پر خبرو څه اغېز ولري، کارپوهان په دې اړه هم بېلابېل نظرونه لري. د چارو شنونکی غلام جیلاني ځواک وايي چې د ملا منصور مړینه به د جګړې پر څرنګوالي کوم ژور اغېز ونه لري، بلکې ښايي جګړه نوره هم سخته شي. د ځواک په وینا، که د طالبانو د ډلې مشري حقاني شبکه پر غاړه اخلي، نو دا ډله به لا پیاوړې شي. خو ځینې نور بیا وايي چې د طالبانو د واحدې رهبرۍ نه شتون به د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي. د کارپوهانو په اند، د ملا عمر په وخت کې طالبانو واحده قومانده درلوده او د هغه له مړینې وروسته د مشرۍ پر سر له مخالفتونو سره سره ملا منصور په نسبي توګه وکړای شول چې د طالبانو د مشرۍ مقام خپل کړي. احمد سعیدي وايي چې ښايي د ملا منصور راتلونکی ځایناستی ملا هیبت الله وي. جیلاني ځواک هم وايي چې د طالبانو په ډله کې د رهبرۍ مدعیان ډېر دي او دا کار به د دې ډلې تر منځ اختلافونه لا ژور کړي. د یادونې ده، شاوخوا یو کال مخکې د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر تر مړینې وروسته ملا اختر منصور د دې ډلې مشري واخیسته خو د هغه له مشرۍ سره د ځینو طالبانو له مخالفتونو وروسته د ملا رسول په مشرۍ یو ډله طالبان بېل شول.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery