مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پر ډیورنډ کرښه د پاکستان تحرکات لا هم دوام لري

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
مشرانو جرګه وایي، سره له دې چې حکومت افغان لوري ته د انګور اډې د تاسیساتو سپارل کېدو خبره کوي، خو پاکستان لا هم په یاده سیمه کې تاسیسات او تحرکات لري او یو شمېر پوستې یې پر ځای پاتې دي. د جرګېپه پرونۍ غونډه کې ځینو سناتورانو وويل، د پاکستاني ملېشه وو د تحرکاتو په تړاو باید د سرحدي پولیسو مسئولان وپوښتل شي او حکومت یې باید د ورته چارې د دوام مخه ونیسي. په مشرانو جرګه کې د پکتیکا او پکتیا استازو وویل چې انګور اډې ته څېرمه د پاکستان ځینې پوستې پر ځای پاتې دي او که مخه یې ونه نیول شي ښایي په سیمه کې تازه پوستې جوړې کړي. سناتور عثمان رحماني وويل چې پر ډیورنډ کرښه د انګور اډې له سپارل شوو تاسیساتو سره نږدې په څو برخو کې د پاکستاني ځواکونو نورې پوستې هم شته چې باید افغان لوري ته سپارل شوې وای. هغه زیاتوي چې په دې اړه د دفاع وزارت پلاوی خبر دی او باید پوښتنه ترې وشي چې ولې افغان لوري ته نه دي سپارل شوې. دغه راز د پکتیکا سناتور جمعه دین ګیانوال هم وویل چې له انګور اډې سره نږدې په ځینو سیمو کې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ځینې نورې پوستې هم شته. هغه زیاتوي چې دغه ډول پوستې یوازې په دې سیمه کې نه، بلکې په خوست کې یې هم د افغانستان په خاوره کې دننه جوړې کړې دي او په کار ده چې حکومت یې په اړه جدي تمصیم ونیسي. په مشرانو جرګه د خوست استازی محمد اجان منګل بیا له ډیورنډ کرښې سره د پاکستان له خوا د تاسیساتو په جوړېدو کې سرحدي پولیس ګرم بولي. هغه زیاتوي چې د تاسیساتو په مخنیوي کې سرحدي پولیس مسوولیت لري، دا چې مخه یې نه ده نیولې نو باید پوښتنه ترې وشي او څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي. په اخر کې د مشرانو جرګې رییس وویل چې د ډیورنډ کرښې په اړه پرېکړه د افغانستان د ټول ملت مسوولیت دی، خو حکومت ته په کار ده چې په خپله خاوره کې د نورو له خوا د تاسیساتو او یا نورو تحرکاتو مخه ونیسي. هغه زیاته کړه چې حکومت ته لازمه ده څو د دې ستونزې په هواري کې د هېواد عظیم تاریخ تر سوال لاندې را نه ولي. د یادونې ده، ډیورنډ کرښې ته څېرمه دغه پوځي تاسیسات او دروازه چې څو کلیومتره دننه د افغانستان په خاوره کې جوړ شوي، هغه مهال پاکستاني سرحدي چارواکو له ځایي اوسېدونکو غوښتنه کړې وه چې د ډیورنډ پورې غاړې ته د تګ راتګ پر مهال له یادې دروازې استفاده وکړي. له دې وړاندې سرنوشت ورځپاڼې هم په سرحدي سیمو کې د پاکستان د ډیموګرافیکي سروې په تړاو راپور خپور کړی و او روانه اونۍ د خوست استازو هم په تڼیو ولسوالۍ کې د پاکستان د تحرکاتو په تړاو خبر ورکړ. مشرانو جرګې د سې شنبې په ورځ د مالیې وزیر د بروکسل او وارسا نړیوالو ناستو ته د چمتووالي په هدف ور غوښتی و چې په تړاو یې د جرګې غړو ته معلومات ورکړل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery