مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

نېکولسن: د سولې مخالفین به په نښه کیږي

احمد فیصل
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وایي چې د سولې مخالف وسله وال او د هغوی مشران به په نښه کیږي. جنرال نیکولس چې د ملي دفاع وزارت له سرپرست سره یې کندهار ولایت ته سفر کړی و، وایي ملا اختر محمد منصور د سولې مخالف و، نو ځکه د امریکا له خوا په نښه شو. د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي، که څه هم د حکومت د سولې دروازې تل د مخالفینو پر مخ خلاصې دي، خو په وینا يې ملي ځواکونه د هغو وسله والو ځپلو ته چمتو دي، چې سوله نه مني. د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان وایي دوی د افغان حکومت له هغو هڅو ملاتړ کوي چې جګړه غوښتونکي وسله وال او مشران یې له مینځه وړل کیږي. د دفاع وزارت سرپرست او د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان کندهار ته دغه سفر داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ د کورنیو چارو وزیر هم دې ولایت ته تللی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery