مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پر ټاکنو د څار بنسټونه: حکومت د ټاکنو لپاره سیاسي اراده نه لري

احمد فیصل
پر ټاکنو د څار بنسټونو یو ځل بیا، حکومت تورن کړ، چې د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو اراده نه لري. دوی وایي، په داسې حال کې چې د ټاکنو کمېسیون له لوري نیټه له وړاندې اعلان شوې، خو حکومت ورته تر اوسه د بودیجې په ځانګړي کولو او د امنیتي پلان په چمتو کولو کې پاتې راغلی دی. پر ټاکنو د څار بنسټونه په دې باور دي، چې تر ټاکنو حد اقل یو کال مخکې باید تخنیکي چارې پیل شوې وای، په داسې حال کې چې تر اوسه پرې هیڅ کار نه دی شوی. پر حکومت د راتلونکو پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو په برخه کې د سیاسي ارادې د نه شتون تورونه نوي نه دي، بلکې تر دې وړاندې هم ښکېلو غاړو پرې اندیښنې شریکې کړې دي. د ټاکنو کمېسیون د یادو ټاکنو لپاره شاوخوا درې میاشتې وړاندې د روان کال د تلې ۲۴ نیټه اعلان کړې، خو حکومت تر دا مهال ورته هیڅ چمتووالی نه دی نېولی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery