مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امريکا: پاکستان کې د ترهګرو خوندي ځالې نور د زغم وړ نه دي

احمد فیصل
په کابل کې د امريکا پخوانى سفير وايي، د طالبانو د مشر ملا اخترمحمد منصور وژل ښکاره پيغام دى چې نور د ترهګرو لپاره خوندي ځالې دوى ته د زغم وړ نه دي. د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور تېره اونۍ له کرښې هاخوا په بلوچستان کې د امريکا د بې پيلوټه هوايي بريد په ترڅ کې ووژل شو. د پاکستان د بهرنيو چارو سلاکار درې ورځې مخکې د هغه وژنه تاييد کړه او ويې ويل چې د عدلي طب او ډي اين اى تر معايناتو پورې د هغه جسد چاته نه سپاري. په کابل کې د امريکا پخوانى سفير جيمز کننګهم ويلي چې د ترهګرو خوندي ځالې او پټنځايونه نور امريکا ته د منلو وړ نه دي. هغه هيله څرګنده کړه چې پاکستان او په ځانګړې توګه د دغه هېواد استخباراتي ادارې ( اى اېس اى) به د امريکا دا نوې تګلاره درک کړې وي. جيمز کننګهم زياته کړې:(( د ملا منصور وژنه پيلامه او ښکاره پيغام دى، امريکا نور هغه ګواښونه نه شي زغملى چې په پاکستان کې د مېشت طالبانو مشر لخوا به رامنځته کېدل او هلته يې خوندي ځاىونه لرل.)) د نوموړي په وينا، دا د هغو هڅو يوه پيلامه هم ده چې دوى غواړي طالبان د سياسي هواري لپاره د سولې خبرو اترو مېز ته راکش کړي. د امريکا سفير ويلي، داسې ګنګوسې شته چې د پاکستان استخباراتي ادارې په دغه هېواد کې د ملا منصور د اوسېدو لپاره زمينه برابره کړې وه، د همدې لپاره امريکا له بريده وروسته پاکستانيو چارواکو ته خبر ورکړ. دغه امريکايي ديپلومات ويلي، چې دوى به پر پاکستان فشار راوړي چې ترهګرو ته د خوندي ځالې په ورکولو له سره غور او فکر وکړي. کننګهم زياته کړې چې امريکا مهمې ستراتيژيکې موخې لري او په افغانستان کې د روانې شخړې پاى ته رسول يې يو له دغو موخو څخه دى. د هغه په وينا، د دې لپاره د طالبانو مشرانو ته په ښکاره وايي چې دوى له ترهګرۍ او پوځي لارې واک نه شي ترلاسه کولى. د امريکا پخواني سفير وويل چې د طالبانو لپاره يواځينۍ لاره داده چې د سولې لار خپله کړي او له ترهګرۍ لاس واخلي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery