مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-22   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

مشرانو جرګه: د وسله والو مخالفینو نفوذي کسان دې معلوم او مجازات شي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
مشرانو جرګې له حکومت څخه وغوښتل، هغه کسان چې د نظام د ننه له وسله والو مخالفینو سره مرسته او همکاري کوي، پر وړاندې یې باید جدي اقدامات وشي. مشرانو جرګه د نظام د ننه د وسله والو مخالفینو د ځینو نفوذي کسانو د شتون په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي چې دا کسان باید ژر تر ژره په نښه او مجازات شي. د مشرانو جرګې رییس فضل الهادي مسلمیار د جرګې په پرونۍ عمومي غونډه کې د وردګو ولایت د امنیه قوماندان اړوند په رېنجر موټر کې د طالبانو د یو پوځي کس د نیول کېدو پېښې ته په اشارې سره وویل چې په دې اړه باید هر اړخېزې څېړنې وشي. هغه زیاته کړه:((د دې تر څنګ چې پاکستان زموږ دښمن دی او راسره دښمني کوي په داخل کې هم موږ اجیر او مزدور خلک لرو چې ځينې یې د قلم ځينې یې د فکر او ځينې یې د انتحار او انفجار په ډول دلته غلامي کوي، مشرانو جرګه په دې اړه اندېښنه لري او د څېړنو غوښتنه کوي تر څو مجازات پلي او نور ترې عبرت واخلي.)) دغه څرګندونې وروسته تر هغې کېږي چې د ملي امنیت کارکونکو د روانې اونۍ د یکشنبې په ورځ د بغلان ولایت لپاره د وسله والو طالبانو پوځي مسول د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندان خلیل اندرابي پورې په اړوند رېنجر موټر کې له دوو تنو پولیسو سره په داسې حال کې ونیوه، چې کابل ته لېږدول کېده. د مشرانو جرګې غړو له حکومته وغوښتل چې د دې پېښې په اړه جدي پلټنې وکړي او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړي. د مشرانو جرګې غړي جمعه الدین ګیانوال وویل: ((دا پنځم ستون باید معلوم شي بل دا چې دا کسان څنګه دومره خواخوږي لرلی شي چې یو طالب له بغلانه کابل او بیا تر پېښوره لېږدوي.)) د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د د دولت د ننه د پردیو جاسوسانو پر وړاندې کلکه مبارزه وکړي. د ملي امنیت نوي مشر محمد مصصوم ستانکزي د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې غونډې ته د خپل کاري پروګرامونو د بیانولو پر مهال وویل چې د دښمن او د پردیو عناصرو ژوره پېژندنه چې نظام له د ننه څخه فاسدوي، د ملي امنیت اساسي دنده ده چې دوی ورته ژمن دي. د حکومت اجراییه ریاست هم له دې وړاندې ویلي وو چې حکومت په دې اړه کار کوي او په یوه مناسب وخت کې به یې پر وړاندې اقدام وکړي. شنونکي وایي چې په نظام کې د ننه د وسله والو مخالفینو د نفوذي کسانو د مخنیوي لپاره باید دولت د استخدام پروسه رڼه او د دولتي ادارو پر کارکوونکو او د هغوی پر فعالیتونو څار زیات شي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery