مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حراست او ثبات د مشروع حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ

احمد فیصل
د حراست او ثبات ډلې افغانستان کې پر وروستیو نا امنیو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ د ملي یووالي حکومت نا مشروع وباله. د دې ډلې د سیاسي کمیټې مشر او د کورنیو چارو پخواني وزیر عمر داودزي تېره شپه خبریالانو ته د خبرو پر مهال وویل، د ملي یووالي حکومت څو میاشتې وروسته خپل مشروعیت له لاسه ورکوي، چې ورسره سم باید مشروع حکومت رامنځته شي. عمر داودزي د ملي یووالي حکومت د دوو کلونو میلمه وباله او ټینګار یې وکړ، چې افغانان تر دې نېټې وروسته د دغه میلمه کوربه توب نه شي کولای او باید د حل لار ولټوي. نوموړی زیاتوي، د ملي یووالي حکومت باید د تړون تر پایته رسېدو وروسته، چې د دوو کلونو په موخه لاسلیک شوی، د مشروع حکومت د رامنځته کېدو په موخه ټاکنې وکړي. د داودزي په خبره؛ که حکومت د ټاکنو وړتیا او امکانات نه لري، نو اړینه ده، چې د اساسي قانون لویه جرګه جوړه او افغانستان له بې رهبرۍ وژغوري.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery