مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-28   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اڅکزی: چین او امریکا د ډېورنډ مسئله په دوو اونیو کې حلولی شي

احمد فیصل
د پښتونخوا ملي عوامي گوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی محمود خان اڅکزی وایي، د پاکستان د حکومت په ګډون به هيچاته اجازه ورنه کړي چې پخپله خاوره کې افغانان وځوروي. اڅکزي له امریکا غږ سره په خبرو کې تورخم کې وروستیو ستونزو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان او پاکستان دې د ډېورنډ فرضي پولې په اړه له حوصلې کار واخلي. د نوموړي په وینا که دواړه لوري د یادې ستونزې حل ته ځانونه نه شي رسولی، نو دغه قضیه دې چېن او امریکا ته پرېږدي، چې په وینا یې په دوو اونیو کې یې حلولی شي. هغه په ورته مهال پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورول کېدو په غبرګون کې ویلي، دوی نه غواړي چې افغانانو ته دې په پښتونخوا کې پېژندپاڼې یا شناخت کارډونه ورکړل شي، خو په وینا یې هیچاته به اجازه ورنه کړي، چې پخپله خاوره کې یې وځوروي. تورخم کې د پاکستان له لوري د تاسيساتو جوړول هغه موضوع وه، چې د دواړو هيوادونو ترمنځ پر جګړې سربېره یې له کرښې هاخوا مېشتو افغانانو ته ستونزې جوړې کړې دي. دوی وايي، که پخوا د پاکستاني پولیسو له لوري ځورول کېدل، خو اوس د عامو پاکستانیانو له لوري هم له فشارونه سره مخ دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery