مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

اڅکزی: په خپله خاوره پښتونخوا کې د افغانانو د ځورولو حق هېڅوک نه لري

احمد فیصل
د پښتونخوا د ملي عوامي گوند مشر او د پاکستان د پارلمان غړی محمود خان اڅکزی وایي، د پاکستان د حکومت په ګډون به هېچا ته اجازه ورنه کړي چې په خپله خاوره کې افغانان وځوروي. اڅکزي دغه غبرګون وروسته له هغه ښکاره کړی چې په پاکستان کې د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا د افغانانو د ځورونې او نیولو لړۍ چټکه شوې ده. اڅکزي له امریکا غږ سره په خبرو کې په تورخم کې وروستیو ستونزو ته په اشارې ویلي چې افغانستان او پاکستان دې د ډيورنډ فرضي کرښې په اړه له حوصلې کار واخلي. د نوموړي په وینا، که دواړه لوري د یادې ستونزې حل ته ځانونه نه شي رسولی، نو دغه قضیه دې چین او امریکا ته پرېږدي. محمود خان اڅکزی وايي، چین او امریکا دا مسئله په دوو اونیو کې حلولی شي. نوموړي په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونې په غبرګون کې ویلي چې په پښتونخوا کې افغانانو ته د پېژندپاڼو یا شناخت کارډونو له ورکولو سره سخت مخالفت دی. اڅکزي زیاته کړې، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې په خپله خاوره یعنې پښتونخوا کې افغانان وځوروي. د یادونې ده، وروسته له هغه چې په تورخم کې د پاکستان له خوا د دورازې له جوړولو سره افغانستان مخالفت وکړ او د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو له خوا نښته رامنځته شوه او مرګ ژوبله واوښته، په پاکستان او د دغه هېواد تر حاکمیت لاندې خیبر پښتونخوا کې د افغانانو د ځورونې لړۍ پیل شوه. خو پرون د پاکستان مرکزي حکومت پرېکړه کړې چې په دغه هېواد کې اسناد لرونکو افغانانو ته یې د دوو نورو کلونو لپاره د اوسېدو اجازه ورکړې ده. د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت ته امر شوی چې بې اسناده افغانان ونیسي او بېرته یې خپل هېواد ته واستوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery