مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-29   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

حامد کرزی: د دې هېواد د جوړولو یوازینی لار زده کړه او پوهه ده

احمد فیصل
پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي ځوانان باید زده کړې وکړي څو خپل هېواد جوړ کړي. هغه ویلي دا وطن یوازې ځوانان د زده کړې او کوښښ له لارې جوړولی شي نه بهرنیان او ګاونډیان. حامد کرزي دا څرګندونې پرون د یوه شخصي تعلیمي تلویزیون په پرانیست غونډه کې وکړه. حامد کرزي وویل په هېواد کې روانې ناخوالې یوازې او یوازې د زده کړې او تعلیم د کچې د ټيټ والي له امله دي او پر وینا یې که په هېواد کې د تعلیم کچه لوړه وی دا ناخوالې به نیم په نیم را کمې شوې وې. حامد کرزي یو ځل بیا پر ځان نسل غږ وکړ چې زده کړې ته مخه کړې په کور د ننه او بهر زده کړې وکړې او خپل هېواد پخپله جوړ کړي. هیره دې نه وي چې په همدې مراسمو کې د یاد تلویزیون رهبرۍ حامد کرزی د بیان د آزادۍ بنسټګر یاد کړ او له همدې امله وستایل شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery