مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اختر مو مبارک شه (زرغون شاه شنواری )

زرغون شاه شينواری.


دافغانستان ايماندرو، ازادی خوښونکو او ملت پالو خلکو په هر ځای کې چې ياستی د واړه اختر مو مبارک شه.

عزيزانو، خويندو ورونو ژوند د خدای پاک يوه لويه پيرزوينه ده.

خو کله چې د يوی ټولنی وګړی په خپله وطن کې ، د خپل اختيار، ملی غرور، سرلوړۍ او په وروری برابرۍ متکی سولی ته مبارزه کوی په حقيقت کې د الله تعالی د ستر نعمت ((ژوند))  بيه يا قيمت دی .

نيژدی څلويښت کاله وشول چې خونړیو اجنبی د سيسو د افغانستان  خلک د هر اختر، هری خوشحالی حتی د ژوند په څير ژوند نه بی برخی کړی دی.

هره شپه سبا لری او هر ظالم ته زوال شته.

پدی بشپړ باور ولری هغه وخت خامخه راتلونکی دی چې  افغانان او د افغانانو خاوره به  داخترونو او ټالونو ځاله ګرځی.
په پای کې هر افغان ، هر مسلمان او د افغانستان د سولي د ملی جبهی ټولو ملګرو ته د اختر مبارکی وايو.
د ژوند خواږه ارمانونه مو پوره شه

نوی تلويزونی پروګرام
د ګڼ شمير عزیزانو او وطنپالو افغانانو د هيلو سره سم  د (( پيوستون کاروان ، کاروان همبستګی )) نوی تلويزونی پروګرام د ۲۰۱۶ د جولای د لسمی نيټی څخه په لاندی پته او ځانګړتيا کتلی شی.

د پروګرام نوم: د پيوستون کاروان (( کاروان همبستګی : شروع د جولای له (۱۰) څخه د کلفورنيا پر وخت د سهار ۹:۰ د پروګرام ټاپی سیاسی، خبری ، تحليلی برخی ، مرکی او راپورونه

پته: د اريانا افغانستان نړيوال ټلويزون : چلونکی زرغون شاه شينواری.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery