مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

مفتي قندیل خان بارود

توریالی ملیار

مفتي کلونه انتظار و چې هلال او د تقدس په ملا نرۍ او کږه ښاپېرۍ وګوري- بیا خلکو ته ووايي چې روژې مو قبولې شوې درباندې اختر شو او وهئ یې، یو وخت داسې راغی چې د لیدلو چانس ډېر شو خو د هلال شرط دا وو چې سبا به مې خلاصه نه اعلانوې بیا مې لیدلی شې او که دې خلاصه اعلان کړم بیانو خلاصه یم مه راپسې ګرځه، مفتي خپل امت مسلمه ته اعلان وکړ چې سبا بیا هم هلال شته، رنګ او بوی یې شته او لا یې رڼا او ښکلا ځلیږي نو ضروري ده چې روژې ته دوام ورکړئ، ځینو د بغاوت چیغې پورته کړې مفتي وې تاسې د الله دښمن یئ، له اوامرو سره یې دښمني کوئ له فرائضو سره یې کینه کوئ، الله به مو هلاک کړي، مګر که سبا هم روژه ونیسئ ، خلاص به شئ له عذابه.
سبا مفتي په جامو کې نه ځایده کله د کنډو پر سر ولاړ، کله د غره په څوکه، کله هم دخپل هوټل پر سر چې سپینه سپوږمۍ او ښکلې ښاپېرۍ وویني، خو ښاپېرۍ چېرې دومره ارزانه ځان خرڅاوه.
د مفتي له ډېر تپاک سره ښاپېرۍ ورباندې شرط کېښود وې ګاونډې کې دې هم یوه سپينه میاشت ښکاري پدې شرط مې کتلی شې چې هغه میاشت د خلکو له سترګو پټه کړې، هلته لوخړې جوړې کړې، لوګي پورته کړې، اورونه وشیندې او د ځمکې خاورې خځلې د سپوږمۍ پر مخ وموښې.
مفتي هم د سپوږمۍ رڼا ته فتوی جوه کړه، بشپړه او اعلان کړه:
زموږ ټول امت مسلمه ته اعلان دی چې افغانستان کې کوپار دي، ملحدین دي، مرتدین دي، خاینین دي، له دین بې خبره او نا خبره دي، نو ناست څه ته ناست یاست، داسې اور پرې بل کړئ چې د دوزخ د اور کیسې یې له سره ووزي او جنت ته مو د ورتلو همدغه لاره ده.
سبا د مفتي صاحب فتوای منل شوې وه او د عملي کولو لپاره یې واسکټونه برابرشول، بارود تیار شول، وسلې سمبال شوې او د کوپارو دیار ته ورسېدل، غړمب غړومب شو، کورونه وران شول، پرېمانه خلک ووژل شول، لوخړې پورته شوې د سپينې سپوږمۍ مخ پټ شو، او اختر ته په تمه روژه تیان په غمونو واوښتل مفتي ارام او زړه یې تسکین شو، نو یې خپلې ښایستې مینې ته وویل اوس دې شرط پوره شو؟؟
 نازکبدنې ورته کړه چې اوس دې ګټلې یم نن به مې ماته کړې، وبه مې خورې او سبا به بیا د ټولو لپاره اختر اعلان کړې.
ایله د مفتي ارمان پوره شو، د ښایست له ملکې سره یې دیدن وشو، روژه یې تر روژه ماتي مخکې ماته شوه، مینه یې دوه چنده شوه، هیلې یې وغوړېدلې او بیا یې د پاکستان امت مسلمه ته وویل دا هر څه ما د اعلای کلمته الله لپاره وکړل؟ ما په یوې منکرې روژه ونیوه او ماته کړه، جهاد مې وکړ مبارزه مې تر سره کړه او د مرتدینو چیغې مې آسمان ته پورته کړې- دا زما مسوولیت دی مګر ستاسې په اوږو هم یو اسلامي بار شته ګورئ چې افغانستان کې درنه اسمان له لوخړو خلاص نه شي او د کوپر، پر وړاندې داسې بریا حاصله کړئ لکه زما په برخه چې شوه.
مفتي خپل هوټل کې له ګلبدنې سره خپلې روژې وهلې او فتوا ګانو یې افغانستان کې لوخړې آسمان ته خېژولې- مفتي قندیل د مفتي بارود لقب هم خپل کړ.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery