مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

راسه له شاعره یې زده کړه!

محمود نظری

 


راسه له شاعره کړه دا شیان لږڅه زده
 څه ته وایي په کنایه دمینې لاس او زړه
 شاعروایي ستا د خمارو سترګو جارسم
 یو وار راکړه دسرکو شونډو سرونه
 که څوک داشیا ن ووایی په ساده ژبه
 هغه به قاضي بندي کړي په بې حیایي کړه
***
شاعرشهی ته ویل راکړه دمینې لاس
 هغې په ناز وکړه یوه دشونډانو مچه
 بیا یې ویل راکړه ماته خپل تنګ زړه
 هغې ویل اوس یې وخت نه دی احقمه
 زه پوه سوم د شاعر په مجاز او کنایه
 مچي ته لاس وایي تنګې غیږې ته زړه
 ویل مي آیا غیږ ده د رند شاعر زړه؟؟
 چي شاعر یې آزاده کوي غوښتنه
 هم د انځور ګر دا سور لعل او غشی
 مانا لري د انځورګر په بطن بل څه
***
اې مکارو زه نن ستاسوپه خیال پوه سوم
 څوک مونه پانسي کوي په غوښتل د زړه
 څومره مکاران یاست اې شاعرانو انځورګرانو
 څه څه غواړئ د مینې په لاس ، کولمه او زړه
***
چې زه پیدا کړم یوه ښه سوژه
 هغه په لاس کې اړوم لکه ځواله
 کله هغه کلکه وي کله پسته
 کله فتیره وي کله هم سرکه
 هغه ګردۍ آواره کړم پر تبۍ
 کله وسوځي کله پاته سي اومه
 چې سمه سي هغه شعر سي
 چی وسوځي سي منظومه طنزیه
 زما طنز هم لری تضاد او کنایه
 که په کونه ناپاک یې ځان ځنې ژغوره

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery