مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د امریکايي چارواکو ضدو نقیض څرګندونې د جګړې د دوامداره ساتلو لپاره دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د ملي شورا ځیني غړي او د پوځي چارو کارپوهان وايي چې د امريکايي چارواکو له مبالغې ډکې او ضدو نقیض څرګندونې مخالفینو ته په جګړه کې د پرمختګ زمینه برابروي او په دغه کار سره دوی غواړي په افغانستان کې خپل حضور وغځوي. په همدې حال کې د ملي شورا غړي هم وایي، د امنیتي وضعیت په تړاو د بهرنیو چارواکو ضد و نقیض څرګندونې د جګړې د دوامداره ساتلو لپاره کېږي. د امریکا د پوځ لوی درستیز د افغانستان له سفره بېرته خپل هېواد ته د رسېدو پر مهال د افغانستان د امینتي وضعیت په تړاو ویلي چې په دغه هېواد کې د طالبانو بریدونه کم شوي او امنیتي وضعیت ته یې محتاطانه خوشبیني ښودلې ده. دغه راز په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نيکولسن بیا په جګړه کې د افغان ځواکونو د بېساري پرمختګ خبر ورکړی دی. د امریکایې چارواکو دغه څرګندونې داسې مهال کې دي چې تازه امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې د جګړې پوره اختیارات ورکړل شوي دي. خو د پوځي چارو شنونکي وایي، د امنیتي وضعیت په تړاو د امریکایي چارواکو دغه څرګندونې له دې وجې له مبالغې ډکې دي چې دا مهال نږدې په ټولو ولایتونو کې جګړه روانه ده. پوځي شنونکی عتیق الله امرخېل وايي: ((امریکايان کله وايي چې افغان ځواکونه له مخالفینو سره د مقابلې توان نه لري، ځکه موږ خپلو ځواکونو ته د عملیاتو اختیارات ورکړل او کله بیا وايي چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي امنیت ښه شوی دی، دوی دغه ضدو نقیض څرګندونې د خپلو اهدافو لپاره کوي.)) د امریکایې چارواکو د یاد څرګندونو سره هم مهال وسله والو طالبانو د سوېلي سالنګ پر تونل برید وکړ، او دغه ډله د بدخشان د خاش د کندوز د قلع ذال د ځینو برخو او هملند د سنګین ولسوالۍ د بیا نیولو ادعا هم کوي. په همدې حال کې د ملي شورا غړي وایي، د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو د بهرنیو چارواکو ضد و نقیض څرګندونې د دې لپاره دي چې په افغانستان کې جګړه دوامداره وساتل شي. د مشرانو جرګې غړی نادر بلوڅ وايي، خلک ویني چې هره ورځ وینې تویېږي، وژنې کېږي، ډله ییز ځانمرګي بریدونه کېږي. د هغه په وینا چې امریکايي قوماندانان باید لومړی وضعیت سم تحلیل کړي او بیا د امنیت په اړه خپل نظر څرګند کړي، کنه دغه ډول ضدو نقیض څرګندونې یې د افغانانو د ارادې خلاف دي. دغه راز د ولسي جرګې غړی عبدالستار خواصي هم ویلي چې د امریکايي چارواکو دغه ډول غیر مترقبه او له مبالغې ډکې څرګندونې د دې لپاره دي چې په افغانستان کې جنګ دوامداره کړي او دلته خپل حضور ته دوام ورکړي. د دوی په وینا، د بهرنیانو له مبالغې دغه شان ډکې څرګندونې او خوشبنیي به وسله والو ډلو ته د پرمختګ زمینه برابره کړي. خو وسله والو طالبانو د امریکايي چارواکو د یادو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او هغه یې رد کړې دي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې امریکايي چارواکو او د افغان حکومت وضعیت ناسم تعبیر کړی، دوی فکر کوي چې طالبان کمزوري شوي او یا یې د مشرتابه د بدلېدو له امله له ستونزو سره مخ شوي دي. هغه وايي چې دوی د روژې او اختر لپاره خپل عملیات او فعالیتونه کم کړي وو او اوس یې بېرته پیل کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې همدا اوس په شاوخوا پنځه ویشتو ولایتونو کې افغان ځواکونو له وسله والو سره په توده جګړه بوخت دي او دواړه لوري یو بل ته د درنو تلفاتو اوښتو ادعاو
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery