مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

یلدریم: د هېواد محکمې امریکا ته د ګولن د ورسپارلو دوسیه ورکړې ده

احمد فیصل
د ترکیې صدراعظم بینالی ییلدریم نن د خپل هېواد پارلمان ته وویل چې د اردوغان د غوښتنې په تعقیب ددې هیواد د عدلیې وزارت امریکا ته د گولن د ورسپارلو په اړه یو دوسیه استولې ده، خو ویې نه ویل چې په دغه دوسیه کې د گولن د ورسپارلو رسمي غوښتنلیک شامل دی او که نه. تر دې مخکې د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېری ویلي وو چې انقره باید په کودتا کې د گولن د لاس لرلو په اړه متحده ایالاتو ته باوري اسناد وړاندې کړي. د ترکیې صدراعظم یلدریم کودتاچیان ترهگر وبلل او له ترهگرۍ سره په مبارزه کې یې واشنگټن په دې سبب په دوه مخي سیاست تورن کړ چې له ترکیې یې د گولن د ورسپارلو په سبب څرگند شواهد غوښتي دي. هغه گواښ وکړ چې په هیواد کې به د فتح الله گولن د متحدینو جرړې وباسي. جمهور رئیس اردوغان ویلي چې گولن د تیرې جمعې د ورځې د ناکامې کودتا طراح دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery