مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

امرخیل: د ملي وحدت حکومت مشران یوازې غواړي خپل کسان په کمېسیون کې وګماري

احمد فیصل
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دارالانشاء پخوانی رئيس وايي، په ټاکنيز نظام کې له سمون يوازينۍ موخه د اشخاصو بدلون او پر ځای يې د نورو ګمارل دي. ضیا الحق امرخیل ټينګار کوي چې د اصلاحاتو په نوم د ولسمشر تقنيني فرمان د ملي شورا له لوري رد شوی او ولسمشر دې يادو اصلاحاتو ته قانوني لارې ولټوي. د ولسي جرګې غړي وايي، چې اصلاحاتو ته ژمن دي خو له ولسمشر غوښتنه کوي چې د جرګې د رخصتۍ پر مهال دې غیر قانوني فرمانونه نه صادروي. د ولسي جرګې غړي لالي حمیدزي وویل چې قانوني لارې نورې بندي دي، فرمانونه رد شول، ((دوی یوازې کولی شي د خپلو باډي ګارډانو په مرسته کمېشنران وباسي او نور وګماري)). د ټاکنيزو اصلاحاتو په اړه دا غبرګونونه داسې مهال دي چې ولسي جرګې د ټاکنيزو اصلاحاتو په تړاو د ولسمشر تقنيني فرمان رد خو مشرانو جرګې تايد کړ، او په ملي شورا کې تر لانجو دعوو وروسته بيرته د ولسي جرګې دوو ثلثو ته د رايي ورکونې له پاره ورلېږل شوی، خو وکيلان دوې ورځې وړاندې د اوړې پر رخصتيو لاړل او ياد فرمان بي برخليکه د ولسي جرګې پر ميز پاتې شو.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery