مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-23   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کابل په پروني برید کې شاوخوا ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۳۴ نور ټپیان دي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
کابل کې د "جنبش روشنايي" لاريون کوونکو منځ کې د دوو چاودنو له امله شاوخوا ٦٤ کسان وژل شوي او ٢٣٤ نور ټپيان دي. پرون سهار د ياد جنبش زرګونو کسانو په لاريون لاس پورې کړ او غوښتل يې چې له ترکمنستان څخه ٥٠٠ کيلوولټه وارداتي برېښنا د باميانو له لارې تېره شي. عيني شاهدان وايي چې پرون له غرمې وروسته شاوخوا دوه نيمې بجې لومړۍ چاودنه بريکوټ سينما ته څېرمه او دويمه دهمزنګ څلور لارې ته نږدې سيمه کې د لاريون کوونکو منځ کې رامنځ ته شوي. د عامې روغتيا وزارت د نشراتو رييس محمد اسماعيل کاووسي پژواک خبري اژانس ته ويلي چې دې پېښه کې ٦٤ کسان وژل شوي او ٢٣٤ نور ټپيان دي. نوموړي زياته کړې چې پېښه کې د ١٨ وژل شوو کسانو مړي او ٨٠ ټپيان استقلال روغتون ته چې د پېښې ځاى ته څېرمه موقعيت لري لېږدول شوي او پاتې نور، نورو روغتونونو ته لېږدول شوي دي. خو د یاد روغتون یوې بلې سرچینې ویلي چې دوی ته له یادې پېښې سل ټپیان ور وړل شوي دي. هغه د پېښې د ځينو ټپيانو روغتيايي وضعيت نازک بللی دی. بلخوا بېګا ناوخته امنیتي چارواکو رسنیو ته وویل چې د کابل په پروني برید کې ۸۰ کسان وژل شوي او ۲۳۱ نور ټپیان شوي دي. دغه راز د استقلال روغتون مشر ډاکټر محمد صابر نصيب وايي چې د يادې پېښې ټپيان د دغه روغتون د نسايي او ولادي واټ په ګډون د روغتون په ټولو برخو کې تر درملنې لاندې دي؛ ځکه د ټپيانو شمېر زيات دى. د پېښې عيني شاهدان وايي چې په وژل شوو او ژوبل شوو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي. يوه امنيتي مسوول چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، ويلي چې پرونۍ چاودنې ځانمرګي بريدونه وو. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې طالبان په دغه بريد کې ښکېل نه دي. نوموړي دا چاودنې کرغېړنې دسيسې او د خلکو تر منځ د نفاق رامنځته کولو لامل بولي او ويلي يې دي چې هغوى هره هغه هڅه چې د قومونو او ملت تر منځ د جلاوالي لامل ګرځي، غندي يې. بلخوا داعش ډلې د دغو بریدونو مسووليت پر غاړه اخيستى دى. د داعش اړوند د اعماق په نامه يوې خبري سرچينې ويلي چې په دوى پورې اړوند دوو ځانمرګو بريدګرو د کابل ښار په دهمزنګ سيمه کې ځانونو ته چاودنه ورکړې چې له امله يې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. بلخوا د لاريون ګډونوال پر حکومت نيوکه کوي چې کلک امنيتي تدابير يي نه وو نيولي. لاريون کوونکي وايي، د لاريون پر مهال د امنيتي ځواکونو د شمېر کموالي او ناسمو امنيتي تدابيرو ځانمرګي بريدګر لاريون ته په دننه کېدو بريالي کړل. يو شمېر نور لاريونوال بيا پر لاريون شوی ځانمرګی بريد پلان شوی بولي او حکومت په کې په لاس لرلو تورنوي. خو امنیتي ادارو مخکې له دې لاریون وشي، خبرداری ورکړی و چې دوی ته د ور رسېدلو راپورونو له مخې ښايي چاودنې او ځانمرګي بریدونه وشي خو د روښنايي جنبش غړو دغه خبرداري ته چندان ارزښت ور نه کړ. د یادونې ده چې پر دغه برید د افغانستان ولسمشر اشرف غني سخته خواشیني څرګنده کړې او روغتیايي ادارو ته یې سپارښتنه کړې ده چې د ټپیانو په درملنه کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي او ټو امکانات په کار واچوي. ولسمشر ویلي چې دغه کار د افغانستان د یووالي او پرمختګ د دښمنانو کار دی او باید افغانان ورته هوښیار وي. همدارنګه اجرایه رییس هم پر دې پېښې ژور خپګان ښودلی او دا کار یې د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery