مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پویان: پاکستان د کډوالو په برخه کې له افغانستان سره په خپلو ژمنو وفا نه کوي

احمد فیصل
پاکستان حکومت لا هم له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کوي. په پېښور کې د افغانستان د کونسلګرۍ جنرال کونسل عبدالله وحید پویان وايي سره له دې چې پاکستان افغان کډوالو ته شپږمیاشتې وخت ورکړی او ژمنه یې کړې ده چې دوی به په عزت خپل هېواد ته ستنه خو پر خپلو ژمنو وفا نه کوي او هره ورځ لسګونه کسان نیسي وهي ټکوي یې بیا یې زندانونو ته اچوي. د هغه په وینا د پاکستان د حکومت خبرې او عمل واټن لري او هغه څه چې له افغان حکومت سره ژمنه کوي نه یې عملي کوي. د پویان په وینا چې په وار وار یې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي خو هغه څه چې ژمنې کوي د هغه خلاف عمل کوي. پاکستان د جون میاشتې په پای کې افغان کډواولو ته شپږ میاشتې نور هم وخت ورکړ، خو لا هم په یاد هېواد کې د افغان کډوالو د نېولو لړۍ روانه ده او دمګړی سلګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery