مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-24   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

روان کال په کابل کې بېلو برېدونو ۱۰۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

احمد فیصل
په تېرو اوو مياشتو کې په ١٧ وسله والو، ځانمرګو او د ماين چاودنو بريدونو کې کابل کې ٢٦٢ کسان وژل شوي او ٧٩٩ نور ټپيان شوي، چې تر ټولو خونړى بريد يې پرون د کابل ښار د دهمزنګ چوک د لاريون کوونکو منځ کې بريد و. د پژواک خبري اژانس موندنې ښيي چې ډيرى دا بريدونه د طالبانو له لوري تر سره شوي دي، د تېرې ورځې بريد مسووليت د داعش ډلې پر غاړه واخيسته او د څو نورو بريدونو مسووليت هېڅ ډلې پر غاړه نه دى اخيستى. د يادو پېښو له ډلې ١١ يې ځانمرګي بريدونه وو. دا شمېرې ښيي چې د يادو ١٧ بريدونو ٩٦ سلنه قربانيان ځانمرګو بريدونو کې وژل شوي دي. د يادونې ده چې ٧٠ سلنه مرګ ژوبله په درېيو سترو بريدونو کې رامنځ ته شوې ده. وروستي بريدونه چې تېره ورځ د جنبش روشنايي لاريون کوونکو غونډه کې رامنځ ته شول د چارواکو په وينا، د دوو ځانمرګو له لوري وشول چې په ترڅ کې يې ٨١ کسان ووژل شول او ٢٣١ نور ټپيان شول. د دهمزنګ له پروني بريد وړاندې، تېرو اوو مياشتو کې د ١٧ بريدونو له ډلې کې د لوړ پوړو چارواکو د ساتنې په رياست خونړى بريد و، چې د غويي په لومړۍ نېټه ترسره شو هغه ٦٤ کسان ووژل او ٣٤٧ نور یې ټپيان کړل. همداراز د چنګاښ لسمه د کابل کمپنۍ سيمه کې د ميدان وردګو پوليسو له اکاډمۍ څخه د فارغ شوو منسوبينو پر کاروان بريد کې ٣٧ کسان ووژل شول او ٤٠ نور ټپيان شول
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery