مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-25   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د پکتیا قومي مشران: د اوسنیو ستونزو د حل لپاره باید دودیزه لویه جرګه جوړه شي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د پکتيا سلګونو قومي مشرانو په یوه غونډه کې د حکومت پر ځينو کړنو نيوکه کړې او د حل لپاره يې د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو غوښتنه کړې ده. دغه غونډه د یاد ولايت د قومي مشر پاچا خان ځدراڼ په مشرۍ پرون (د زمري ۴مه) جوړه شوې وه چې د قومي مشرانو تر څنګ د ولایتي شورا او مدني ټولنو يو شمېر غړو هم په کې برخه اخيستې وه. د پکتيا د ولايتي شورا مرستيال جنت خان څمکني ويلي: ((موږ دغه غونډه په دې موخه رابللې چې خلکو ته وښيو حکومت پر کومې خوا روان دی او د دې ستونزو د حل لپاره کومې چارې په ګډه ترسره کولای شو.)) هغه وايي چې د ملي يووالي حکومت تر جوړېدو وروسته امنيت حالات خراب شوي، په اداره کې نيم کسان ولسمشر او نيم کسان د اجرائيه رييس له لوري ټاکل کېږي او په دې برخه کې وړتياوې په پام کې نه نيول کېږي. نوموړي ويلي چې دې ستونزو ته په کتو سره ډېرى قومي مشران او خلک پر دې سلا شوي چې بايد يوه دوديزه لويه جرګه راوبلل شي تر څو دې ستونزو ته د حل لاره ولټوي. په دې غونډه کې قومي مشر پاچا خان ځدراڼ ويلي له کومې ورځې چې د ملي يووالي حکومت بنسټ اېښودل شوی له هماغې ورځې د حکومت ټولې چارې ګډوډې دي. دی وايي، په هر وزارت، په هره اداره او په سفارتونو کې پنځوس- پنځوس سلنه خلک د ولسمشر او اجرائيه رياست له خوا معرفي کېږي. نوموړي ويلي چې په ټاکنيزو کمېسيونونو کې هم د داسې کسانو د ګومارلو هڅې روانې دي چې په راتلونکو ټاکنو ولسمشر او اجرائيه رييس لپاره کار وکړي. پاچا خان ځدراڼ دغه راز وايي: ((موږ له دولت څخه غوښتنه کوو چې يوه عنعنوي لويه جرګه راوبلي. تر دې وړاندې هم په خوست کې یوه غونډه شوې وه چې په کې د لویې جرګې د رابللو غوښتنه شوې وه. په هغه غونډه کې هم زرګونو کسانو برخه اخیستې وه او د ملي وحدت حکومت یې ناکام بللی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery