مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-26   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

د کابل ښار یوولسمه ناحیه پر غیر علاقې سیمې بدله شوې

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
د کابل ښار د خیرخانې مېنې اوسېدونکي وایي، په دې وروستیو کې دغلته د امنیتي پېښو ترڅنګ، د وژنې او تښتونې ګڼې پېښې رامنځ ته شوې چې دعامو خلکو ژوند یې ور تریخ کړی دی. د کابل ښار یولسمه امنیتي حوزه چې د ښار په کچه ترټولو ګڼ مېشته سیمه بلل کیږي په دې وروستیو کې د ګڼ شمېر امنیتي پېښو شاهده ده . د ندیم په نوم په نوم د اولس کلن زلمي پلار چې زوی یې وړمه شپه په همدې سیمه کې وژل شوی دی، د خپل زوی غم سخت دردولی دی. د سیمې اوسېدونکي وایي، دا په روانه میاشت کې لسم قتل دی چې ترسره کېږي، خو د قاتل د نیولو لپاره اقدام نه کيږي او دغې چارې د عامو خلکو عادي ژوند سخت ور تریخ کړی دی. خو د کابل ښار د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې رییس وایي، د خیرخانې په سیمه کې د قتل وروستۍ پېښې جنایي اړخ نه لري او په وینایې دغه پېښې تر ډېره د شخصي دښمنیو او ختلافاتو له امله رامنځته کېږي. نوموړی وایي، د وړمه شپې د قتل په تړاو یې تورن کس ترتعقیب لاندې دی او ډېر ژر به د قانون منګلو ته وسپارل شي. د یوولسمې امنیتي حوزې اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دې سیمې د امنیت خوندیتوب لپاره جدي اقدام وکړي او د دغه راز پېښو د تکرار مخه ونیسي. د کابل ښار د یولسمې امنیتي حوزې د اوسیدونکو دغه شکایتونه داسې مهال دي چې د کابل ښار نورې برخې هم ډېر کله د غلاوو ، لارنیونې، وخت ناوخت ډزو او د غیر مسئوله والو د ګرځېدو شاهدې دي چې عام ښاریان یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. کابل ښاریان شکایت کوي چې وسله وال غله په رڼا ورځ د خلکو مالونه لوټي او د ښار په منځ کې خلک تښتوي. په کابل ښار کې د انسان تښتونې تر ټولو زړه بوږنوونکې پېښه نږدې دوه میاشتې مخکې د اباسین قضیه وه چې تښتوونکو د کابل له کارتې نو سیمې څخه تښتولی و او بیا یې وژلی و. پر دې سربېره په کابل ښار کې هره ورځ د موټر تښتونې او انسان تښتونې د پېښو راپورونه ورکول کېږي، خو پولیس او امنیتي ادارې د جنايي جرمونو په مخنیوي کې پر بې غورۍ تورن دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery