مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-27   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

پاکستاني پولیس هلته د افغان ښوونځيو ښوونکي ځوروي او بندي کوي

احمد فیصل
په پاکستان کې د افغان ښوونځیو ښوونکي له سختو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي سرله دې چې کارتونه لري خو د پاکستاني پولیسو لخوا نېول کېږي وروسته بندي کېږي او د وخت په تېرېدو افغانستان ته لېږل کېږي. د دوی په وینا لسګونه همکاران یې د کارتونو له لرلو سره سره پاکستاني پولیسو نېولي یا بندیان دي او یا هم افغانستان ته لېږل شوي دي. د افغان ښوونکو یوې ۳۲ کسیزې ډلې تېره ورځ په پاکستان کې له افغان سفیر عمر زاخیلوال سره په لیدنه کې غوښتي و چې د دوی ستونزې دې حل شي. د دوی په وینا په پاکستان کې اوس مهال ۲۸۰ افغان ښوونځي فعال دي چې سلګونه ماشومان او تنکي ځوانان زده کړې پکې کوي. د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال له دوی سره ژمنه کړې چې ستونزو ته به یې حل لارې پیدا کوي. دوی غواړي په نږدې راتلونکې کې یوه پنځوس کسیزه ډله په خپل استازیتوب افغانستان ته ولېږي. افغان کډوال په دې وروستیو کې د پاکستاني پولیسو له لوري له سختو فشارونو سره مخ دي. پاکستاني پولیس هره ورځ دوی ته ګواښونه کوي او په بلوچستان ایالت کې یې افغان سوداګرو ته د ملکیتونو د ضبط ګواښ هم کړی و.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery