مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-19   مخپرونکئ : 128 - دبېنواخبریال - کابل

روسي چارواکي: حامد کرزی د افغانستان د ژغورلو لپاره تر ټولو ښه رهبر کېدای شي

احمد فیصل
سرچینه : سرنوشت ورځپاڼه
روسي چارواکي وايي چي د افغانستان مخکنی ولسمشر حامد کرزی له بحرانه د دغه هېواد د ایستلو وړتیا لري او روسیه غواړي په دي برخه کې له هغه سره همکاري وکړي. دغه څرګندونې د روسيې ایزویستیا مجلې په خپله د وړمې ورځې په ګڼه کې د یوه روسي دولتي چارواکي له خولې لیکلې دي. د روسيې یاد دولتي چارواکي یادې مجلې ته د نوم نه ښودو په شرط ویلي چې د افغانستان اوسنی حکومت سره له دې چې جوړوونکو نظرونو ته ژمن دی او ارزښت ورکوي خو د دې وړتیا نه لري چې افغانستان له اوسني بحرانه را وباسي. ورځپانه لیکي، د پېښو په اړه د اوسني حکومت د مشرانو موضع کمزورې ده، خو پر وړاندې یې حامد کرزی نه یوازې دا چې له خپلو متحدانو سره د ښو اړیکو د جوړولو وړتیا لري، بلکې کولی شي له خپلو مخالفینو سره هم اړیکې ټینګې کړي، نو له همدې امله پخوانی ولسمشر د دې چانس لري چې د افغانستان د ژغورلو لپاره تر ټولو ښه رهبر وي . د ورځپاڼې په باور، له طالبانو سره مخامخ خبرې کول اړینې دي خو د افغان حکومت اوسني مشران دا وړتیا نه لري چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او همدا راز نوموړي نه غواړي چې له طالبانو سره شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي. په ورته وخت کې ضمیر کابلوف هم له پخواني ولسمشر سره د همکارۍ خبره کوي خو وايي چې دا همکاري به یوازې د افغانستان د اوسني حکومت په چوکاټ کې ترسره کېږي. نوموړي زیاته کړې ټول هېوادونه د روسیې په شمول افغان حکومت پر رسمیت پېژني او د یوه رسمي حکومت په توګه درناوی ورته لري، خو په ورته وخت کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د یوه با نفوذه سیاستوال، مدبر او معتبر رهبر په توګه همکاري کوي او روسیه کوښښ کوي چې له نوموړي سره نیکې اړیکې ولري. خو هغه ټینګار کړی چې دا اړیکې په ټولیزه توګه د افغانستان او روسیې تر منځ اړیکې دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery