مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ناڅرګندو وسله والو دوه سپین ږیري شهیدان کړل

جواد

دغه پیښه دننګرهار ولایت د  غني خیلو ولسوالۍ د سیاچو په سیمه کې د وږې په ۲۹مه شاوخوا نهه رامنځه سوې ده
دغه سپین ږیرو مشرانو چې غوښتل یې د غني خیلو ولسوالۍ څخه مرکز جلال اباد ته ولاړ شي،په یاده سیمه کې د وسله والو له لورې تر ښکته کیدو وروسته په شهادت رسول شوي دي .

د ننګرهار ولایتي چارواکو د پیښي د پخلي ترڅنګ د یادو مشرانو پر مړینه خواشني څرګنده کړې  او د عاملینو د نیولو په موخه ئې اړوند ادارو ته لارښونه کړې .
 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery