مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

چارواکي : په کندهار کي ئې درې تنه وسلوال نیولي

جواد


 د کندهار ملي امنيت رياست وائې چي درې تنه هغه  وسلوال ئې  نیولي چي د هلمند په ځينو ولسواليو کي د دولت پر نظامي مرکزونو، امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو وسله وال بريدونه کول او د دې تر څنګ يې په نورو زياتو ترهګريزو بريدونو کي لاس درلود.

د ملي امنیت مسولین وائې چي یادو کسانو منلې چي په هلمند کي ئې په لویو لاروکي  د ماینونو د ایښولو ترڅنګ  په زیات شمیر بریدونو کي برخه اخیستې ده  خوددوی په وینا چي هويت  به يې  د باصلاحيته محکمې تر پرېکړي وروسته په ډاګه سي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery