مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

واه واه سلاکاره!‏

محمود نظری

 

 هرپاک شی باید په دې وطن کې سي ښه مردار
 که قانون دی،که دولت دی،که جهاد دی که افتخار
 اوس مردار واکمن غواړي مردارکړي پاک خلک
 په ډالرو غولوي پوه خلک په نوم د سلاکار
 ځینې محترم وزیران کولای نسي بیله غلا بل کار
 نه يې د وس پوره ده نه یې په خټه کې سته ابتکار
 یوازې خپل ولکه سوی مقام په ټټر ټینګ نیسي
 بد نامه کوي ښه خلک په نوم دخره دسلاکار
 ځینې اشد واکمن چې د ګوز لپاره دپنډی کاراخلي
 په ځان راټولوي د ښه غلا لپاره خوړین واسطه دار
 ډیر يي ورښیي رنګارنګ دغلا چمونه اوکارونه
 یوترسل لري هر واکمن دهر ډول غلا لپاره سلاکار
 تشناب ته دتګ د دټوخي تون اودنکتايي د رنګ
 باید لویه واسطه ولري څوک چې غواړي سي سلاکار
 دسواد درجه دومره په کار نه ده په دې کار کي
 ان ځینې واکمن د ګوز اچولو د وخت لري یو سلاکار
 دا بیله سیاسي مدد زړو خپلوانو ته بل شی نه دی
 اوبود قروتوخوند وړي لکه ډالر دنن دسلاکار
 وزیرپه دې ډول خپله بودجه لګوي په قانوني ډول
 چې څوک ترې ونه پوښتي چې کړی دي نه دی کار
 دهري ډبرې لاندې لکه لړمان پېنځه پیداکیږي
 امکان نه لري دواکمن خوښه وي سلا د سلاکار
***
یوازی ډیر بد کارونه کیږي په نوم دښاغلی سلاکار
 ځینې ان خبر نه دي بیله د تنخوا په بل کوم کار
 ځینې د ادیبانو خوله په ډالرو تړي دا پاخه پمن
 بدنامه وي ځینې ښه لیکوال په نامه د سلاکار
 نه یې سلا نه یې کار غواړ ي یوازی یې نوم غواړي
 دوی دیو ادیب دخولې خپل سیاسی ملا تړ دی په کار
 غولن ادیب اخیر د هغه غله سي درواغجن ویاند
 غول واکمن خوري دخولې بوی ځي داشد سلاکار
 ځینې سلاکاران اخیر دومره درواغ وايي بې توله
 داډالر د ځینو سلاکارو څخه ان جوړ کړي خرکار
 د نن دسلاکارکا رسلا نه، ده غوړمالي او چپړوسي
 مقام غوندې ویشل کیږي لکه سهمیه اوس سلاکار
 د هرې ډلی باید استازی وي په کښې ففتی ففتی
 توپير نه لري که وی پروفیسر یا بیزوان یا خر کار
 وطن چې رسیدلی دې حال ته پوښته وکړه له باچا
 تر اوسه یې په خوله کړې ده هغه دکوم سلاکار
 د دولت ټوله بودجه په خویش خوری لګول کیږي
 دې تشکیلاتو ته به کار دی یو ښه قانوني ماشیندار
 په دې پیسو باید کار پیدا سوی واي مسلکي ځوانانو ته
 زروړو ته نه مسلکي بې کاره ته پيدا سوي وای روزګار
 دا طرح ډیره ناکامه ده ددې اشغالي چغالي دولت
 مسلکي سړي مقرر کړئ څه په کار دی ورته سلاکار
 دا وطن خدایږو که په دې غلط سیاست ودان سي
 چې وي سهمیه خر واکمن او سهمیه دخر سلاکار

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery