مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په هرات کې ملي امنیت د وسلو او مهماتوډیپو نیولی

جواد

د ملي امنیت لوی ریاست وائې چي په هرات کي یو لوی ډیبو چي پکښي  ۵۱ میله کلاشینکوف، ۱۹ میله شیشه کوف، ۷۱ میله تفنګچې او یو اندازه ډول ډول مهمات چې په یو عراده باروړونکي موتر کې ځای پر ځای او له غور ولایت څخه د طالبانویوې ډلي د اکمال او تجهیز په موخه هرات ولایت ته ولیږدول نیولي دي ، یاد ریاست وائې دغه وسلې ئې د هرات ښار د دولسمې ناحیي د نوآباد په سیمه کې  د ملی امنیت لوی ریاست منسوبینو لخوا نیول سوي دی

د پیښي په اړوند د وسلو او مهماتو دوه تنه لیږدونکي هر یو حاجی اخترګل د محمد زوی او بخت محمد د جانک زوی نیول شوي دي

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery