مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-25   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

بارکزی: د ارزګان امنیتي وضعیت کې هيڅ ښه والی نه دی راغلی

هدایت الله کمال
په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو یو شمېر استازي او د دغه ولایت د مدني ټولنې ځینې غړي وایي، مرکزي حکومت ددغه ولایت امنیتي وضعیت ته پام نه کوي. دوی وايي، د ارزګان خلک په خورا بد امنیتي او ټولنیز وضعیت کې ژوند کوي او که حکومت له ځنډ پرته جدي اقدامات ونه کړي دلته به لوی ناورین رامنځته سي. په ولسي جرګه کې د ارزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی وايي چې حکومت هغه شان چې لازمه وه ارزګان ته پام نه دی کړی. ښاغلی بارکزی زیاتوي چې د افغان امنیتي ځواکونو اووه تنه سرتېري په ارزګان کې لادرکه دي او هلته وضعیت ډېر جدي دی. بل خوا د ارزګان د سیمه ییز چارواکو په خبره اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو او وسله طالبانو ترمنځ ترینکوټ ښار ته څېرمه او ولسوالیو کې جګړه روانه ده. په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو د تجهیز او اکمالاتو لپاره هڅې روانې دي او کوښښ کېږي چې د وسله والو طالبانو د ګواښونو مخه ونیول سي. د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وايي، افغان ځواکونه ژمن دي چې د ارزګان د خلکو امنیت وساتي. وروسته له هغې چې دارزګان مرکز ترینکوټ ځینې امنیتي پوستې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې، د کورنیو چارو وزارت، د دغه ولایت امنیه قوماندان او د امنیت امر له دندو ګوښه کړل.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery