مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-25   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

زه يې کولای سم!

benawa afghanistan
لیکوال: احمدالله سمون
هر انسان دا کوښښ کوي چي ښه ژوند او ښه راتلونکی ولري، کولای سي چي همدغه خپل ارمان په خپله پوره کي، هغه څنګه؟ څه ښه يې ویلي دي وای: د یو څه د لاسته راوړلو لپاره باید یو څه دلاسه ورکړو، یا هم د ډیر څه لپاره لږ څه باید له لاسه ورکړو نو د لاسته راوړلو لپاره هر څه جلا دي او د خپلولو لاري چاري يې هم سره بېلي دي. د لته موږ د ټینګي او پخې ارادې یا هم هوډ په اړه ږغیږو څنګه کلکه هوډ ولرو! په نړۍ کي انسانان ټول سره یو دي او ټول یو رقم دي خو زهنونه، هیوادونه، فکرونه، رواج،کلتور، او دین سره جلا دي. نو زموږ دین هم له نورو جلا دی، کلتور هم دا چي موږ څنګه خلګ یو او نور څنګه خلګ دي پدې کي بحث نه کوم ددې خبري څخه مي هدف ښه والی او بد والی دی، چي ایا موږ ښه یو که د نورو هیوادونو او نور دینونو پلویان. خیر! د توان او غښتلتیا څخه زه داسی تعبیر اخلم چي توان او غښتلتیا هغه څه دي چي انسان په خپلو کارونو،مصروفیتونو او ژوند کي د بریا پر لور هڅه وي. یو څوک وايي: هوډ دبري شرط دی. همداسي که موږ او تاسو یو کار ته مخه کوه اول پر ځان باور ولرو چي ایا زه دا کړنه ترسره کولای سم که یا دوهم ټینګ اراده درلودل چي دغه عمل به تر سره کوم پریږدم به يې نه او خپل ټاکل سوي هدف ته به ځان رسوم. او بل پر ځان باور او اعتماد درلودل هغه څه دي چي ناممکن څه ممکن کوي. هیڅ کله به موږ او تاسو دا نه وایو چه زه دغه کار نه سم کولای په خاصه توګه ځوانه طبقه خو د (نه کولو) نوم هم پر خوله را نه وړي چي زه دغه څه نه سم کولای یا سرته نه سم رسولای. ما ته یو ښونکي انګلیسي ژبه ښول نو زما یو ورځ د(congratulation) لغات تلفظ نه سو کولای ما ته سخت وه استاد راته ډیر تکرار کی ما بیاهم غلط ویلی استاد ته مي وویل (I can’t ) نو استاد راته په غوسه سوه او راته يې ویل ته د ځوانۍ په حالت کي يې ته څنګه وايې چي زه يې نه سم کولای دغه لغات تلفظ کم دغه چي ته وايي زه دغه لغات سم نه سم ویلای دغه خبره ستا روحیه کمزورې کوي او که چیري سبا بل هم داسی لغات راسي هغه به هم نه سې زده کولای او د وخت په تیریدو سره به ته ټمبل او د پښو پاته ځوان يې او د نورو لاسونو ته ګورې چي څوک به راسره مرسته وکي. مرسته هر وخت نه وي او نه هم چانس دغه دوه همیش ناببره پر یو انسان ورځي که دي سمه او صالمه استفاده ځیني وکړه بریالی يې کنه پس پاته او ناکامه انسان يې، د ژوند هري لحزې څخه اعظمي استفاده وکړه او نور هیڅ کله مه وایه چي زه يې نه سم کولای هر کار ته په مثبت نظر ګور او لوړ اهداف ولره هر هدف ته رسیدو مخکي توان او غښتلتیا ولره هیڅ کله به شاته را نه سې. یو غښتلی ځوان وايي: زه يې کولای سم!
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery