مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-25   مخپرونکئ : 091 - دبېنوالیکوال -جرمني

د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند، پېنځمه او ورستي برخه

د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک،دوه ګوني متضاد چلند د خدایي خدمتګار او د حماس تر منځ یوه پرتلېزه څېړنه پېنځمه او ورستۍ برخه د جرمني توبینګن پوهنتون د سیاستپوهنې انیستیتوت د توبینګن پوهنتون د نړیوال سیاست او د سولي پلټنې څېړنپاڼه د جرمني د حبهارډ کارل پوهنتون د نړیوال سیاست، د سولې او کړکېچ څیړنې د نړیوالو اړیکو د مرکز څانګه څېړنوال : ښاغلی میشایل هورترر د تحریر هیات : ښاغلی توماس غوش د څېړنې خپروونکی: ښاغلی اندریاس حزنکلیور او ښاغلی فولکر غټبرګر ژباړن : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ ۶ . د څېړنې پایلو ته ورستي کتنه ۶ .۱ د دواړو قضیو د څېړنو او پلټنو پایلې د دواړو علمي څېړل او تحلیل شوي قضیو پایلې په لاندې ډول خلاصه کیدای شي. د خدایي خدمتګارانو غورځنګ کې پر نړیوال کچ په لوړه درجه جهان شمولیت موندل شوي او ثابت شوې دی، همدا ډول د دوی د کړکیچ په موضوع کې او هم د دوی د کړکیچ د مخالفینو د محتویانو په درکولو او په پای کې همداراز د خدایي خدمتګارانو غورځنګ د مقاومت د توکو په غوراوي کې هم په لوړه درجه جهان شمولیت جوت لیدل کیږي. پردې برسیره د کړکیچ حلولو کې او د عدم تشدد مبارزې په بهیر کې د دوی کړنې په نړیوال کچ د جهان شمولیت د لوړې درجې له غوښتنو سره اوډون او سمون لري. برعکس د حماس قضیه کې په روښانه او څرګنده توګه داسي جوتیږي، چې دغه غورځنګ نړۍ په دوو برخو او یا دوو فرقو د مؤمن مسلمان او د کرغیړن دښمن کافر تر منځ ویشي. په دې توګه د دوی په بنسټ کې یو ستر ښندیزه (افراطي) انحصاریت شتون لري .دا وضیعت بیا د دوی د کړکیچ په موضوع کې او د کړکیچ مخالفینو د محتویاتو په اړه ځان د پاموړ راښکاره کوي. او په پای کې د دښمن په وړاندې دا ډول مفکوره یا فکري بڼه یوې اعلان شوي وسله والې مبارزې ته وربهیږي. د حماس د کړکیچ هوارۍ او یا د کړکیچ حلولو لار په څرګنده توګه ځښته ډیره د زور زیاتیو او تشدد ډکه لار ثابته شوي ده. په دې ډول د دواړو قضیو پایلو کې تمه کیدونکي توقعات تر لاسه شول. دا تمې او پایلې د ښاغلی فن حورا لخوا په مطرح شويو قضیو کې د ځانګړي مانا په د ننه کې په پام کې نیول کیږي. (vgl Van Evera 1997: 51f) د خدایي خدمتګار غورځنګ پر نړیوال کچ په ډیره لوړ درجه کې جهان شمولیت او په همدې مفکوره او تګلاره باندې ځښټ ډیر ټینګار کول،دا د دوی د ډیر عالي، پیاوړي او ښندیزه (افراطي) ډول د عدم تشدد د مبارزې له تګلارې سره سمون لري. په داسي حال کې چې د حماس غورځنګ کې په ډیره لوړه کچه او تر ورستي بریده له حده ځښت ډیرانحصاري افراطي ذهنیت له لري جوت لیدل کیږي. همدغه افراطي ذهنیت د کړکیچ په حلولو کې په ډیره لوړ کچه بلکل له حده زیات ښندیزه یا افراطي تشدد د تاوتریخوالي سره مل په دوی کې لیدلای شوي دی. ۶. ۲ د درېیم متحول اړوند د ممکنه اړیکو شونتیا که د نیواک ریښتنې حالت څخه لږ ها خوا وکتلي شي، دواړه مطالعه او تحلیل شوي قضیې د ورتوالي له کبله فوق العلاده په زړه پوري د پا موړ او په ستره کچه ګډې ځانګړي ځانګړنې هم ښیې: که دواړه پلټل شوي اړیکې په ځیر سره وکتل شي، په عجیبه توګه په دواړو قضیو کې په لوړه کچه د پاموړ ګڼ شمېر ګډ مشترکات لیدل کیږي. د اسراییلو لخوا د فلسطیني اشغالي سیمې او همداراز د NWFP یا پښتونخوا نیولي شوي او کلابندي شوي سیمې جبراً په وچ زور سره د بهرنۍ نړۍ څخه په انزوا کې ګوښه ساتلي شوي دي. د نیواک دا ډول حالت په لوی لاس د دوی د خپلواکۍ برحقه حقونو باندې محدویتونه لګولي دي. په دواړو قضیو او حالاتو کې د نیواک د مستقیمو اغېزو او پایلو له امله ډیر بد ویجاړونکي اقتصادي حالات رامنځ ته شوي دي او لا هم شتون لري. دې حالت خلک په یوه ډیر بد او ناوړه ټولنیز بیړنې وضعیت کې را ایسار کړي دي. همدارنګه د نیواکګرو ظالمانه او ځپونکي سیاسي پالیسو په سبکونو او بڼو کې هم ورتوالي او ګډې ځانګړي ځانګړتیاوې پېژندل کیږي. په سیاسي توګه پښتانه لکه د فلسطینیانو په شان مخکې تر دې چې دوی د یرغلګرو ځواکونو سره د یو تړون له مخي یو تفاهم ته سره ورسیږي، د دوی څخه ټول د ولسواکۍ بنستیز حقونه یا Participation right غلا او لوټ کړلي شوي دي. هر یوه نیواکګر ځواک په خپل وار سره د دوی د خود مختارۍ حقونه پایمال کړي یا د خپلواکۍ ادارې اختیارات یې ورمحدود کړي دي. د دې ټولو ګډو شباهتونو یا ورتوالي سره سره بیا هم په باوري توګه د دواړو قضیو تر منځ د توپیرونو انکار نشي کېدای، دا توپیرونه د مذهبي شعور او د جګړې یا د کړکیچ سلوک ترمنځ احتمالي اړیکې کمزوري کولای شي. د دې شرایطو اړوند په دې کانټکس کې دا پوښتنه راپورته کیږي، چې تر کومه حده دلته دا پېژندل شوي او په ګوته کړل شوي توپیرونه په ټولیزه توګه د مذهبي غورځنګونو د کړکیچ سلوک له اړوندو ستونزو سره تړاو لري. په دې مانا چې آیا د کړکیچ په سلوک کې د پېژندل شوې ستر انحراف ستونزې ته د منلو وړ او قناعت بښوونکي تشرېح وړاندې کیدلای شي، کوم چې دلته د قضیې په تړاو څېړل شوي متحولونه ٬٬ عامه پوهاوی ٬٬ تر سره کولای شي. دا پوښتنه باید په لاندې ډول تر څېړنې لاندې ونیول شي. لومړني توپیر په دواړو قضیو کې د کډوالو اړوند ستونزو کې یو لوی شدت تر سترګو کیږي او د اشغالي سیمو سره تړاو لرونکې دموګرافیک وضعیت یا وګړشمېر حالت باید سم وپېژندل شي: د کډوالو او د موګرافیک وضعیت دواړه ستونزې د فلسطین په کړکیچ کې ځښت ډیر بې رحمه، ظالمانه او حیرانونکي ابعاد لري. که څه هم د اسراییل لخوا د فلسطین په نیول شوي خاوره کې د غزې تړانګه د نورو سیمو په پرتله د دې ستونزې په پراخ ډګر کې پرته له اړنګ برنګه تر ټولو ډیره اغیزمنه شوي سیمه ده. که اسراییلي احصايیې او شمېرې سمې وي، نو له مخې یې تر اوسه د فلسطیني ځانمرګي بریدګرو ستره برخه د فلسطین د شمال لویدیځ غاړې یا ویسټ بانک څخه راپورته شوي ده۶۰ . . له دې سره د دموګرافیک وضعیت او د کړکیچ حلولو کې د خشونت یا زور زیاتي کاراونک ترمنځ نیغ په نیغه یو سیده تړاو نه لیدل کیږي.سربیره پردې دا هم باید په پام کې ونیول شي،چې د خدایي خدمتګار غورځنګ تر پیدایښت مخکي پښتنه ټولنه او د پښتنو په سیمه کې د تشدد کچه په ښکاره توګه د پاموړ ځښته ډيره جګه ښودلي شوي ده. که څه هم له دې څخه انکار نشي کیدای، چې په ځینو مواردو او اړخونو کې د کډوالي ستونزې او دموګرافیک وضعیت د حماس لارویانو او پلویانو د تشدد او تاوتریخوالي کارولو کې مهم رول لوبولي دی. په دې توګه د کړکیچ چلند کې د انحراف لوړه درجه د پریکنده بهرني فکتورونو یا عواملو پر بنسټ په څرګنده او مناسبه توګه نشي تشرېح کیدای . دویم ځانګړي د پاموړ پېژندل شوي توپير د دواړو خوځښتونو په سازمانې یا تنظیمې جوړښت، فورم او ډول کې پروت دی: په داسي حال کې چې د خدایي خدمتګارغورځنګ د مراتبو سلسله په جدي او کلکه توګه د پوځي مخبیلګه یا موډل په بڼه کې تنظیم شوي. د حماس په غورځنګ کې پریکړې د اوامرو یا امرونو له لارې نه، بلکې د بحثونو او خبرواترو په بهیر کې تر سره کیږي. په دې ډول په دې برخه کې په ښکاره توګه د هراړخیز څرنګوالي له امله د کړکیچ حل یا هواري نشي تشرېح کیدای: حماس د خپل تنظیم جوړښت فورم د اخوان المسلمین څخه اخیستلي دی. اخوان المسلمین تر دې دمه د اسراییل په وړاندې د زور زیاتي او تشدده کار نه دی اخیستلي. په داسي حال کې چې د پښتون ځلمې خوځښت تاوتریخوالي ته د چمتووالي له امله د خدایي خدمتګار غورځنګه رابېل شو. د پښتون ځلمي تنظیمي جوړښت د خدایي خدمتګار غورځنګ سره تړاو در لود. د خدایي خدمتګار غورځنګ په ښکاره توګه، په ډیر ټینګار او په زغرده بې له شکه تشدد یا تاوتریخوالی ردولو او هممهاله یې په کلکه سره خپله د سلسلې مراتبو جدي لاره هم تعقیبوله. دوی به سملاسې په فورې او جدي توګه د تاوتریخوالي له مدافعینو یا د تشدد پالونکو سره پریکون کاولو. په داسي حال کې چې دا ډول چلند په یوه اندازه وچ کلک جوړښت کې لکه د خدایي خدمتګار غورځنګ جوړښت کې په یوه ستونزمنه بڼه کې پلي کیده. د ډیرو کتنو او ازمایښتونو پر بنسټ تر ډیره بریده دا یوه ناشونې کړنلاره وه. د دې سره سره داسي ښکاريده، چې دغه کړنلاره په ازمایښتي او ظاهري توګه په ډیره سختي سره د باور منتیا، منلتیا او د قناعت وړ ګرځیدله. په عمومي توګه هغه غورځنګونه چې پوځي جوړښتونه لري، د هغو غورځنګونو څخه چې د بحث او مشراکت له لارې رامنځ ته شوي، یوه اندازه عدم تشدد ته هیلمن بریښي: نو په دې اساس کیدای د متشددو مذهبي غورځنګونو په اړه چې د سلسله مراتب په اساس تنظیم شوي دي، یو څو بیلګې هم وړاندې کړل شي لکه (لبنانۍ حزب الله، په یوګانډا کې د Lord´s Resistance Army ) په پرتلیزه توګه د عدم تشدد، د مشارکت او ګډون په اساس رامنځته شوي غورځنګونه لکه (په هند کې د کانګرس ګوند، د سیرلیون په هیواد کې (WCRP) د مذهبونو نړیوال کنفرانس، د نړۍ د مذهبونو تر منځ د ډیالوګ شورا) پرته له دې توپیره د بل هر ډول مانا لټون انکار کیدای شي، ځکه په ډاډمنه توګه د مذهبي غورځنګونو دوه ګونې متضاد چلند د دوی د اورګانیزیشن په فورم کې نه دی پروت، څو د دوی د مهمو متحولونو مرکز ټکی د دوه ګونې متضاد چلند په اړه په ریښتیني توګه تشرېح کړل شي. د دواړو قضیو د څېړلو په لومړي قدم کې د مذهب سره اړیکې یا غړیتوب په وجه د کړکیچ مخالف لوري یو د بله سره توپیر لري. د حضرت محمد (ص) د ژوند پر مهال په مدینې منوره کې د یهوديانو د سترې ټولنې په اړه بې له شکه پاک قران کې د یهویانو په وړاندې یو شمېر واضع بیانونه یا الفاظ شتون لري. حماس دې بیانونو یا آیاتونو ته مراجعه کوي. دا په داسي حال کې چې په قرانکریم کې عیسویان اسلام دین ته نسبتاً یوه اندازه نږدي ښوولي شوي دي . vgl. Khoury 1991 :69 ff ))، د حماس لاسوندونو ته په ځیر سره کتل داسي ترې څرګندیږي، چې حماس د خپل منشور په دوویشتمه ماده کې نړۍ د مؤمنو مسلمانانو او د کافرانو ملت ترمنځ ویشي. „nation of unbelievera „دا مطلب حماس د یووالي په توګه درک وي. پردې سربیره حماس په خپل منشور کې د شک و شوپیان ځای هم نه پیږدي، حماس د عیسویانو په وړاندې هم یو نامناسب چلند او دریځ غوره کړي دی .( vgl. Art. 13,25 ChH) له بله لوري باچاخان داسي اعلانوي، چې د ده د خدایي خدمتګارانو غورځنګ خپلې ټولې چارې او کړنې د څښتن تعالی د ټولو مخلوقاتو لپاره ترسره کوي. که څه هم خان په خپلو ویناوو کې په ښکاره، واضع الفاظو د یهودیانو او د نورو لږکیو مذهبونو لارویان یادونه هم کړي ده (په دې اړه نور په ۴. ۱ څپرکی لوستلي شئ). دلته هم د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک او د کړکیچ د مخالف لوري د مذهبي اړیکو تر منځه کوم تړاو نه لیدل کیږي.د دې سربیره د ځینو اسلامي غورځنګونو له لوري د عیسویانو په وړاندې په ځانګړي ډول د امریکایانو په وړاندې په پراخه توګه تاوتریخوالی تر سره کیږي. لکه (په افغانستان او عراق کې) د کړکیچ د مخالف لوري بېلا بېل مذهبي تړاونه یا اړیکې نشي کولای، چې د کړکیچ په سلوک کې پېژندل شوي توپیرونه تشرېح کړي. پردې سربیره غوره او مانالرونکي ټکی د دواړو قضیو تر منځه زماني واټن دی او دا ټکی ښایي دلته په ځانګړي توګه په اسلامي فقه کې د نویو پرمختګونو له امله تر پوښتنې لاندې راشي. په ځانګړي ډول دا باید په پام کې ونیول شي او پرې ډده ولګول شي، چې د سید قطب اندونو او اثارو پر اسلامي غورځنګونو باندې ستر اغېز درلودلي دی. ښاغلي نوسه پر ۱۹۹۸ کال کې په واضع او ښکاره توګه دا خبره روښانوي، چې سید قطب د اسلامي نړۍ لومړنۍ ستر عالم په اند، د خپرولو یا پراختیا ورکولو جهاد د هر مسلمان خپل انفرادي مسوولیت دی. دا په داسي حال کې چې حماس دفاعي جهاد ته د ځان د دفاع مکلفیت په مفهوم کې اشاره کوي. دا مفهوم یا کانسپټ د اسلام د مبین دین د پیل راهیسې د اسلامي قوانینو یوه برخه جوړوي. (Nüsse 1998:71f ) په دې توګه حماس خپل وسله وال مقاومت ته په ښکاره ډول دلیل د سید قطب په دودیزه جهادي تګلاره کې نه راوړي او نه د هغه د مفکوري لاره تعقیبوي. د خدایي خدمتګار غورځنګ په اړه داسي انګیرل کیږي، چې د خان یو شمېر الهامونه د هغه هندي سیال مهاتما ګاندي ته ورتوالي لري. د خان له لوري دا ډول یو مخکښ دریځ ته تمایل ښودل طبعاً یو څه د خپلي فکري پولې وړتیاووې ورهاخوا وتلو ته شرایط برابر وي. که د خدایي خدمتګارانو غورځنګ ګاندي جي د یو کافر (هیندو) په نامه یاد کړي هم وای او یا په دې سترګه يې ورته کتلي وای، د دې احتمال ځښت ډیر وو، چې دا ډول یو دریځ یا تګلارې به د باچاخان پر چال چلند، نظریاتو او مفکورو باندې هیڅ ډول اغېز نه وای اچولي او د ده پر کړنو او تګلارو باندې هیڅ ډول اغیز نه وای پریښودلي او باچاخان به همداغسي په خپله لاره ټینګ ولاړ پاتي وای. که څه هم د روحي او رواني فکري تاریخ پرمختګ پیښې اغېزې هیڅکله په بشپړه توګه نشي پټولای. دا شک شتون لري، چې څنګه د دواړو غورځنګونو ترمنځ د کړکیچ هوارۍ د افراطي انحراف په اساس تشریح کړل شي، پرته له دې چې د جهان شمولیت یاد انحصاريت مفکورو یا یو فرد ته منحصر فکر په لور ور ونه ګرځیدل شي۶۱۰ . همدارنګه د هره یوې جغرافیایي سیمې په مذهبي مانا یا مذهبي اخیستنه کې د پاموړ جوت توپیرونه شتون لري. د دې څېړنپاڼې پر بنسټ د حماس دریځ په دې ډول څرګندیږي. د حماس منشور د یوولسمې او دیارلسمې مادې په اساس، د فلسطیني خاورې د یوې برخې څخه تیریدل، حماس ته د خپل مذهب د یوې حصې یا برخې څخه د تیریدلو مانا لري..(vgl. Art.11,13 ChH ) په دې ټوګه دا ډول فکر د یوې پایلې په حیث د انحصایت سره په اړیکه کې پریوځي، دا هم باید په پام کې نیول کیږي؛ چې دا ډول فکر د انحصاري مفکوري تولید دې هیواد په ځانګړي اهمیت کې نغښتي دی. د حماس د قضیي په تړاو دا ډول یوه مفکوره تر ډیره بریده ډیره ښه پرېوتي ده. او په خلاصه توګه په پای کې دغه ستونزه حل نه کیدونکي او نه تفکیک کیدونکی ده. که څه هم داسي ښکاري او کیدای شي له دې لارې په نورو هیوادو کې د اسلامي غورځنګونو تشدد یا تاوتریخوالۍ هم تشرېح کړل شي، چې په هغو هیوادوکې هیڅ ډول سپیڅلې ځایونه شتون نلري، څو د تاوتریخوالي د انګیزې په توګه ترینه یادونه وشي لکه (په افغانستان کې) که څه هم حماس نورو مسلمانانو ته د فلسطین د ځمکنې بشپړتیا ساتلو او د خاورې پر اهمیت باندې په ډیرشدت سره ټینګار کوي، د قضیي دا اړخ په بشپړه توګه له پامه نشي غورځیدلي. نوله همدې امله د اسلامي غورځنګونو دوه ګونې متضاد چلند توپیرونه سم نشي تشرېح کیدلاي. په دواړو ښکېلو قضیو کې یو بل خورا مهم توپیر ښایي د کړکیچ د مخالفینو اړوند حالت، جنسیت او ماهیت سره تړاو ولري: د لوی بریتانیا د ښکیلاکګري امپراتوري په وړاندې د مقاومت پر مهال، د مقاومتګرو ډلو لخوا داسي استدلال وړاندې کیده، چې برتانویان باید خپل هیواد ته بیرته ستانه شي. په همدې ډول د حماس غوښتنه هم همداسي ده، چې اسراییلیان باید په بشپړ توګه د فلسطیني خاورې څخه ووځي او باید د خپلو ټولو ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ادعاوې څخه تیر شي.د ملګروملتونو لخوا د فلسطیني سیمو په اړه د ورسپارل شوي حقوقي وکالتلیک څخه هم تیرشي. برسیره پردې حماس دا غوښتنه هم کوي، چې یهودیان باید خپلو Diaspora سیمو (خپلو لږکیو سیمو ته ډله ډله ) بیرته ستانه شي، په کومه چې راغلي دي، بیرته دې په هماغه لار ولاړل شي. دا چې اسراییلیان یا یهودیان د فلسطیني تاریخي خاوري څخه بهر هیچ کوم بل هیواد په واک کې نلري. دغه ستونزه پرته له شکه تر ډیره بریده په ښکاره توګه د پاموړ ستونزه ده او په دې کړکیچ کې د یو مهم توپیر په توګه راجوتیږي. توپیر په دې ډول دی، چې په ډیرو نورو مواردو او قضیو کې د نیواک حالت او د اشغالګرو په وړاندې د اسلامي غورځنګونو د تاوتریخوالي اعمالو کې داسي موندلي شو، چې د دوی (یرغلګرو ) لخوا په ادعا شويو یا نیول شويو خاورې برسیره یرغلګر خپل هیواد په اختیار کې لري.د بیلګې په ډول دلته د افغانستان او عراق څخه یادونه کیدای شي. د دې توپیره پرته د بل هر ډول تړاو په رسمیت پیژندنه به یوه نا مناسبه او ناشوني شوني چار وي. څو د اشغال په حالت کې د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ چلند د جګړې خصوصیات په سمه قناعت بښونکي توګه تشرېح کړل شي. د دواړو قضیو اړوند دلته په مطرح شوي را ټولې شوي موندنې او لاسته راوړنې تر منځ توپیرونو سره یوه دوه ګونې پایله رانږدې کیږي: له یوې خوا دا ثابته شوه، چې ګڼ شمېر اړوند توپیرونه شتون لري، دا توپیرونه د دریېمګړي متحولونو له لوري په بشپړه توګه نشي کنټرولیدلي. نو په دې توګه تر ډیره بریده دا روا یا منلي کیدای هم نشي. څو د کړکیچ د حلولو په بهیر کې د تشدد یا تاوتریخوالي ډک اعمالو او د عدم تشدد تر منځ توپیرونه یواځې او په ځانګړي توګه د عامه پوهاوې په بېلا بېلو بڼو کې نسبتیت ورته ورموندلي کیدای شي. له بل پلوه داسي انګیرل کیږي، چې آن غټ او د پاموړ توپیرونه په دې ونتوانیدل، چې د اشغال په حالت کې د اسلامي غورځنګونو د کړکیچ سلوک، دوګونې متضاد چلند په سمه توګه د منلو وړ تشرېح کړي. په دې څېړل او پلټل شویو قضیو کې د محتولونو ډیر لوړ بیان کیدای شي دې احتمالي پایلو ته د برائت وسایل برابر کاندي، چې متحول عامه پوهاوي یوه مهمه مانا او ونډه د دې څېړنې په ډګر کې درلودلي ده. ۶. ۳ د شعور ممکنه بدلون د اړیکو شونتیا تر اوسه یو کمزورۍ ټکی په دې غوره شوي کړنلاره کې داسي ښوول کیږي، چې یو ( جهان شموله او یا انحصاري) پوهاوي په یوه معینه زماني مقطه کې مطرح کیږي او په هغه کې باید د کړکیچ سلوک ټول ورستۍ بهیر رانغښتل شي، پرته له دې چې پکې ممکنه شعور په پام کې ونیول شي په دې اساس وسمهال دا پوښتنه رامنځته کیږي، چې آیا په دې پلټل شوي او څیړل شوي غورځنګونو کې د شعور ممکنه بدلون تر سره شوي دی. که څه هم د دې پوښتنې کتنه او ارزونه یوازې د یوه نمونوي چوکاټ په دننه کې شونې بریښي. د باچاخان مفکوري ته په پام سره د هغه ورستي ویناووې، څرګندونې او د ادعاوې محتویات هیڅ شک و شوپیان ته ځای نه پریږدي، د خانانو خان په پرله پسي توګه ټول بشریت خپل ټول فکر بنسټ ګرځولي وو او هغه به له دې لارې د عدم تشدد کټګوریو ته ژمنې تر لاسه کولي. پر ۱۹۴۰ کال د خان له خولي دا خبره ثابتوي او روښانوي: دی وایي، The Khudai Khidmatgars must (…) be what our name imples : Servants of God and humanity by laying down our own lives and never taking any life ( د ښاغلی رامو له خوا پر ۱۹۹۱ :کال ۶۲ مه پاڼه کې تیرنه یاده ونه شوي ده ). که څه هم د حماس په اړه داسي ښوول کیږي، چې د دوی د سیاسي دفتر د لاسوندونو پر بنسټ مذهبي استدلالونه د سیاسي استدلالونو په پرتله په زیاتیدونکي توګه شا ته غورځول کیږي ۶۲ . د حماس په اړه سر چینې دا ښې چې دوی په بنستیز ډول، په دوامدار او پرله پسې توګه انحصاريت ته تمایل ښوولي دی. ( vgl.Abu-Shanab 1999:169 Hamed1999:180;Freund 2002: 45 ff ). په همدې توګه د حماس د ۲۰۰۱ کال شپې پاڼو یا شبنامو کې په څرګنده توګه لیدل کیږي، چې حماس تر اوسه نړۍ د مؤمن او کفار تر منځ ویشي او همدارنګه دوی ځانونه د الله تعالی له خوا په غوره شوي کسانو کې شمېري او په دې توګه دوی ځانونه کفارو ته په سزا ورکولو کې مکلف بولي ۶۳. په دې توګه په دواړو غورځنګونو کې د پوهاوي بدلون هیڅ نښې نښانې نشي ثابتیدلي. د کړکیچ د سلوک په اړه یو ثبوت دا دی، چې د کړکیچ سلوک په مستقیمه یا غیرمستقیمه توګه د عامه یا انحصاري پوهاوي په پایله کې رامنځ ته کیږي. له دې سره خبره نه تمامیږي، دا هم شونې ده چې د انحصاري یا د عامه پوهاوي مفکوره د تشدد کارونې ورسته وده کولي شي او همداسي دوام موندلي شي ۶۴ . دې شونتیا د حذفولو د پاره باید نورې پلټنې او تحقیقات ترسره شي او دا شونتیاوې د دې څېړنې او پلټنې څخه مخکي باید ترسره شوي وای. دا هغه څه دي، چې دلته په دغه څېړنه کې نشي تر لاسه کیدای. اما نور ټول مطالعه شوي، څېړل شوي، تحلیل شوي توکې او لاسوندونه د دې څېړنې د کاري مودې چوکاټ کې په درېیم څپرکۍ کې په وړاندې شوي توقعاتو یا تمې باندې ډډه لګوي او په دې څېړنه کې د تحقیق او پلټل شويو متحولونو ته له نږدې نه ستر اهمیت او مانا ورکوي. ۶. ۴ د تیوريکي او عملي اغېزو یوځایوالي د عامه پوهاوي متحولونه کوم چې د سریزې په پیلیزه برخه کې د ښاعلي هزن کلیور لخوا د تشریحي او توضحي وینا ځواک پر بنیاد په رسمې بڼې کې وړاندې شول او دا مطلب که لږ څه نور په دقیقه توګه وښوول شي. په دواړو قضیو کې رسمې بڼه د رسمې مذهبي زده کړو خوصیات د تشریحي او توضحي ویناوو ځواکه پر بنسټ پیژندل کیدای شي: دا په داسي حال کې چې پښتانه د یو واحد ولس په توګه، په دوی کې تر ۹۰ سلنې زیاد شمېر کې نالوستي شتون درلود. بیا هم پښتانه په دې وتوانیدل چې د څه باندې یوه نیمې لسیزې په لړ کې د عدم تشدد تګلارې ته وفاداره پاتي شي او یا د بې تاوه پاڅون څخه اطاعت وکړي. په بل لوري کې یو ستر اسلامي غورځنګ لکه څنګه چې ویل کیږي او انګیرل کیږي، چې دوی ځانونه د درېیمه نړۍ په ولسونو کې تر ټولو ښه روزل شوي په لوړه کچه لوستۍ ملت ګڼي (vgl. Aref 1999:189 ) دوی د څه باندې یوې لسیزې څخه ډیر د اسراییل په وړاندې له پراخه تشدد یا تر ټولو ستر تاوتریخوالي څخه کار اخیستلي دی او دوی خپل جګپوړي چارواکې، مشران او فعالین په پوهنتوني چاپیریال کې جلب و جذبوي یا د دوی مشران ټول پوهنتون لوستي دي؛ دواړه غورځنګونه په مساويانه ټوګه په ډیره ټینګه او سخته بڼه کې په مذهبي زده کرو باندې ټینګار کوي. دلته په دې برخه کې هم د مذهبي زده کړو له لارې د وسیله ګرځیدلو یا آله ګرځیدلو ګواښ کموالۍ نه ترسترګو کیږي ۶۵. . کله چې د دیني زده کړو زدکړوال ښوونه یا تدریس د تعلیم له لارې د کلکو او جدي اقداماتو په وجه د تشدد یا تاوتریخوالي څخه ملاتړي کوي اویا دتشدد یا خشونت ردونکې دریځ خپلوي، کیدای شي دا د ښوونکی یا روزونکی د ایماني پوهي یا د مذهب په درکولو پوري اړه لري، په دې مانا، دا په دې پورې اړه لري، چې مذهبي ښوونکی د خپل مذهب څخه په څه ډول پوهه لري، انحصاري که جهان شموله پوهه لري په همدې توګه په پای کې ښوونه او روزنه په خوندي او روښانه توګه تر سره کیږي. داسي انګیرل کیږي، چې د خپل دیني فکر بریالي زده کړه د مذهبي تعلیم له لارې د غورځنګونو پر غاړه ده، دا د نوموړو غورځنګونو پوري اړه لري، چې دوی د کړکیچ په هواري کې د خپلي خوښې کومه لار د تطبیق وړ ګڼي. دې ته ورته یو انځور د ښاغلي هزن کلیولخوا د دې څېړنې په درېیمه برخه کې په وړاندې شوي بڼه کې د فراملي شبکو په نامه را ښکاره شوي دی. په داسي حال کې چې حماس د یو فراملي شبکې له غورځنګه راوتلي دی او په نړیوال کچ خپلي فراملي اړیکې هم پالي ورسره په پراخه کچه د تشدد یا تاوترخوالي هم کاروي. اما بې تشدد خدایي خدمتګار غورځنګ عدم تشدد په داسي یو چاپریال کې پاللو، چې دوی یواځې د هند کانکرس ګوند سره (د یوې اوږدې مودې روغې جوړې او په پاي کې کړکیچنې او بحران ځپلي اړیکې لرلي) همکاري کوله، له دې پرته دوی د برتانوي هند ورهاخوا هیچ ډول فراملي شبکو سره اړیکي نه درلودلي. ان دا خبره هم سمه نه پریوځي، چې د فراملي شبکو سره اړیکې لرل، د وسیلې ګرځیدلو ګواښ راټیټوي ۶۶ . اما دا ځانګړنه کیدای شي د متحولو عامه پوهاوي د نښلو د اړیکو له لارې ترلاسه شي، سربیره پردي یو اړین فکتور دا روښانه کولي شي : چې یو جهان شموله ناپیلي اسلامي غورځنګ لکه د خدایي خدمتګارانو غورځنګ پرته له کومي ستونزې په اساني سره کولای شي، چې د یو غیرمسلمان همکار سره کومک او همکاري وکړي. په داسي حال کې چې د حماس همکاري، ملاتړ او شبکې اړیکې یواځې د اسلامي فعالینو یا اکټورانوسره تړاو لري او د خپلي مذهبي پولې ورهاخو د نورو ادینونو سره متقابله همکاري د دواړو خواوو له لوري په مذهبي متقابلو کې د غورځنګ د انحصاري کړنلارې له امله مخنیونه کیږي. له دې سره په پای کې یوه موثره جدي او سوله منه اغیزمنه فراملي شبکه اړینه بریښي .کله چې د سیال همکار یا د پارټنر همکار کړنې او فکرونه د خپلو پولو ورهاخوا ورتیریږي، یعني د جهان شمولیت به فکرونو کې نغښتي وي. اوکله چې داسي یو تفکر شتون ولري، کیدای شي له دې لارې په یوه عام فهمه فراملي شبکه کې د سولې روح ته وده ورکړل شي. که سړی دا ډول سازماني بڼې چې د عامه پوهاوي متحولونه دي، د ابتدایي عنصري متحولونو په څیر وړاندې کړي. نو کیدای شي د ښاغلي هزن کلیور ځانګړې رسمې بڼې (همدارنګه د نورو مهمو عواملو او فکتورنو سره) له دغو متحولونو سره په اغیزمنو شراطو کې په تړاو کې راوستلي. کیدای شي، دا به د کړکیچ په حالت کې د تشدد او تاوتریخوالي په اړوند د مذهبونو دوګونې متضاد چلند ستونزې د قناعت وړ هواري کړي. د دا ډول نورو څېړنو او پلټنو ورګډول به هم د ورته متحولونو په ترکیب کې تحلیلي شي. داسي ښکاري، چې دا ټکی یو ستره رول او یوه مهمه مانا د مذهبي شخړو او کړکیچونو په څېړلو کې لري.له همدې امله کیدای شي او معقوله وښکاري، دلته چې کوم متحولونه وڅېړل شول او وپلټل شول، پر نورو ادیانو یا مذهبونو،نورو ښکېلو ډلو ټپلواو نورو ټاکل شویوحالتونو په چوکاټ کې ترینه کار اخیستنه کیدای شي. په ځانګړي ډول د مذهبونو ارزونې یا پرتله کولو څیړنو په اړه او همداسي د مذهبي پولو ورهاخوا، د مذهبونو سره تړوا لرونکي فعال اکټورانو په اړه د دې څېړنې د پایلې سره یوه ستر مهمه نښلونکي اړیکه لري. د څېړنې څخه ترلاسه شوي پایلې د علمي اړخ تر څنګه د عملي اړخ سره هم مهم تړاو درلودلي شي: کله چې تر پولې هاخوا بهیدونکي فکرونه کولي شي، سوله ییزې کړنې یا اقدامات، د سولې فعالیت او قابلیت عمل نوره ورجګ او ور زیات کړي ، بیا نو د ټولو دولتي او ټولنیز، خصوصي فعالینو پورې اړه لري،څو دا ډول مفکرو یا فکرونو خپرلو ته وده ورکړي .له دې امله دا د ټولو یوه مهمه او اړینه دنده کیدای شي، چې په ګډه سره د کلتورنو او مذهبونو ترمنځ همغږګي او مشابهتونو باندې ټینګار وکړل شي. خلک نه باید د پردیو په وړاندې ویرونې ، ډارونې او د پردیو په وړاندې تبعیض ته ولمڅول شي .په فکرونو کې د دښمنۍ انځورونه بایدړنګ کړل شي او په ځانګړي ډول په ټولو کچو او په ټولو برخو کې او په تولو فورمونو کې خبرو اترو یا ډیالوګ ته باید وده ورکړل شي او اجازه ورکړي. څو له دې لارې د انسانانو ترمنځ د عامه پوهاوي شعور وده وکړي. څومره چې په دې لاره کې بریاليتوب ترلاسه شی، په هماغه کچه د سوله ییز ژوند ژور لرلید، د دولتونو، مذهبونو، انسانانو او ولسونو ترمنځ د سولې او ثبات ښه انډول رامنځته کیدای شي . اخیځلیکونه : Abu-Shanab: Ismail 1999: The Islamist Approach of the Resistance Against Israeli Occupation in Palestine. The Strategy of Hamas in the Present and in the Future, in: Freund, Wolfgang (Hg.): Palestinian Perspectives, Frankfurt a.M.: Peter Lang Publisher, S. 165-174. Amayreh, Khalid 2004: Hamas Hits Back., in: Middle East International, Nr. 732, S. 20. Amayreh, Khalid 2005: Teetering Cease-Fire, in: Middle East International, Nr. 755, S. 13-14. Appleby, R. Scott 2000: The Ambivalence of the Sacred. Religion, Violence and Reconciliation, Lanham: Rowman & Littlefield. Aref, Yousef 1999: Reflections on Education in the West Bank Between 1967 and 1998, in: Freund, Wolfgang (Hg.): Palestinian Perspectives, Frankfurt a.M.: Peter Lang Publisher, S. 188-192. Bakshi, S.R. 1991: Struggle for Independence. Abdul Ghaffar Khan, New Delhi: Anmol Publications. Banerjee, Mukulika 2000: The Pathan Unarmed. Opposition and Memory in the North West Frontier, Krachi/New Delhi: Oxford University Press. Beaupain, André 2005: Befreiung oder Islamisierung? Hamas und PLO. Die zwei Gesichter des palästinensischen Widerstandes, Marburg: Tectum Verlag. Beck, Martin 2002: Friedensprozess im Nahen Osten. Rationalität, Kooperation und Politische Rente im Vorderen Orient, Wiesbaden: Westdeutscher Verlag. Berndt, Hagen 1998: Gewaltfreiheit in den Weltreligionen. Vision und Wirklichkeit, Gütersloh: Gütersloher Verlagshaus. Bielefeldt, Heiner / Heitmeyer, Wilhelm (Hg.) 1998: Politisierte Religion. Ursachen und Erscheinungsformen des modernen Fundamentalismus, Frankfurt a.M.: Suhrkamp. Botschaft Israel 2005: Neue Statistik. Die meisten Selbstmordattentäter sind minderjährig und gebildet, Newsletter der Botschaft des Staates Israel vom 15. Juli 2005, http://nlarchiv.israel.de/2005_html/07/Newsletter%20vom%202005-07-15a.htm, [Zugriff: 25.06.2007]. Charter of the Islamic Resistance Movement Hamas (ChH) 1988, in: Mishal, Shaul / Sela, Avraham 2000: The Palestinian Hamas. Vision, Violence, and Coexistence, New York: Columbia University Press, S. 177-199. Cox, Harvey 1994: World Religions and Conflict Resolution, in: Johnston, Douglas / Sampson, Cynthia (Hg.) 1994: Religion. The Missing Dimension of Statecraft, Oxford: Oxford University Press, S. 266-282. Easwaran, Eknath 1984: A Man to Match His Mountains. Badshah Khan. Nonviolent Soldier of Islam, Petaluma, CA: Nilgiri Press. Ebert, Theodor 1998: Vorwort, in: Berndt, Hagen: Gewaltfreiheit in den Weltreligionen. Vision und Wirklichkeit, Gütersloh: Gütersloher Verlagshaus, S. 7-12. Endreß, Gerhard 1991: Der Islam. Einführung in seine Geschichte, 2. überarbeitete Auflage, München: C.H. Beck. Esposito, John L. 1995: The Islamic Threat. Myth or Reality?, 2. Auflage, Oxford: Oxford University Press. Freund, Wolfgang 2002: Looking into Hamas and Other Constituents of Palestinian-Israeli-Confrontation, Frankfurt a.M.: Lang. Frost, Mervyn 1996: Ethics in International Relations. A Constitutive Theory, Cambridge: Cambridge University Press. Galtung, Johan 1975: Strukturelle Gewalt. Beiträge zur Friedens- und Konfliktforschung, Reinbek: Rowohlt. Haile, Thomas 1992: Die Ökonomie der Intifada. Fallstudie in einem palästinensischen Dorf in der Westbank, Münster: LIT Verlag. Hamed, Ghazi A. 1999: The Relationship between Hamas and the Palestinian National Authority (PNA). The Conflictual Past and the Unknown Future, in: Freund, Wolfgang (Hg.): Palestinian Perspectives, Frankfurt a.M.: Peter Lang Publisher, S. 175-188. Hasenclever, Andreas 2003: Kriegstreiber und Friedensengel. Die Rollen von Religionen und Glaubensgemeinschaften in bewaffneten Konflikten, in: Hauswedell, Corinna et al. (Hg.): Friedensgutachten, Münster: LIT Verlag, S. 71-79. Hasenclever, Andreas 2004: Besser als ihr Ruf? Die Rolle von Religionen in Konflikten, in: Zentrum Ökumene der Evangelischen Kirche Hessen/Nassau (Hg.): Krieg nach Gottes Willen. Zum Verhältnis von Religion und Gewalt, Frankfurt a.M., www.kdv-zdl.de/dekade-e01.pdf [Zugriff: 11.05.2007]. Hildebrandt, Mathias 2005: Einleitung. Unfriedliche Religionen? Das politische Gewalt- und Konfliktpotenzial von Religionen, in: Hildebrandt, Mathias / Brocker, Manfred (Hg.): Unfriedliche Religionen? Das politische Gewalt- und Konfliktpotenzial von Religionen, Wiesbaden: VS-Verlag für Sozialwissenschaften, S. 9-35. Hopf, Ted 1998: The Promise of Constructivism in International Relations Theory, in: International Security 23:1, S. 171-200. Hroub, Khaled 2000: Hamas. Political Thought and Practice, Washington, DC: Institute for Palestine Studies. Hroub, Khaled 2004: Hamas after Shaikh Yasin and Rantisi, in: Journal of Palestinian Studies 23:4, S. 21-38. Huntington, Samuel P. 1996: Der Kampf der Kulturen. Die Neugestaltung der Weltpolitik im 21. Jahrhundert, München/Wien: Europa-Verlag. Johansen, Robert C. 1997: Radical Islam and Non-Violence: A Case Study of Religious Empowerment and Constraint Among Paschtuns, in: Journal of Peace Research 34:1, S. 53-71. Johnston, Douglas / Sampson, Cynthia (Hg.) 1994: Religion. The Missing Dimension of Statecraft, Oxford: Oxford University Press. Johnston, Douglas (Hg.) 2003: Faith-based Diplomacy. Trumping Realpolitik, Oxford: Oxford University Press. Juergensmeyer, Mark 2000: Terror in the Mind of God. The Global Rise of Religious Violence, Berkeley: University of California Press. Kasper, Walther et al. (Hg.) 1998: Lexikon für Theologie und Kirche, Band 7, 3. Auflage, Freiburg: Herder. Kepel, Gilles 1994: Die Rache Gottes. Radikale Moslems, Christen und Juden auf dem Vormarsch, 3. Aufl. (Neuausgabe), München: Piper. Khan Abdul Ghaffar Khan 1969: My life and struggle: Autobiography of Badshah Khan, Hind Pocket Books, New Delhi. Khan, Khan Abdul Wali 1995: Life and Thought of Badshah Khan, in: Nehru Memorial Museum and Library (Hg.): Khan Abdul Ghaffar Khan. A Centennial Tribute, New Delhi, S. 1-21. Khoury, Adel Theodor 1991: Was sagt der Koran zum Heiligen Krieg?, Gütersloh: Gerd Mohn. Khoury, Adel Theodor 2002: Mit Muslimen in Frieden leben. Friedenspotentiale des Islam, Würzburg: Echter. Krämer, Gudrun 2002: Geschichte Palästinas. Von der osmanischen Eroberung bis zur Gründung des Staates Israel, München: C.H. Beck. Kuschel, Karl-Josef 2001: Streit um Abraham. Was Juden, Christen und Muslime trennt – und was sie eint, Neuausgabe (erstmals 1994), Düsseldorf: Patmos. Legrain, Jean-Francois 1997: Hamas. Legitimate Heir or Palestinian Nationalism?, in: Esposito, John L. (Hg.): Political Islam: Revolution, Radicalism or Reform? Boulder: Lynne Rienner, S. 159-178. Mera, Parshotan 1995: Olaf Caroe, The Khan Brothers and the Transfer of Power in the North-West Frontier Province 1945-1947. An Interpretation, in: Nehru Memorial Museum and Library (Hg.): Khan Abdul Ghaffar Khan. A Centennial Tribute, New Delhi: Har-Anand Publications, S. 129-157. Meyer, Thomas 1998: Die Politisierung kultureller Differenz. Fundamentalismus, Kultur und Politik, in: Bielefeldt, Heiner / Heitmeyer, Wilhelm (Hg.): Politisierte Religion. Ursachen und Erscheinungsformen des modernen Fundamentalismus, Frankfurt a.M.: Suhrkamp, S. 37-66. Mishal, Shaul / Sela, Avraham 2000: The Palestinian Hamas. Vision, Violence, and Coexistence, New York: Columbia University Press. Nüsse, Andrea 1998: Muslim Palestine. The Ideology of Hamas, Amsterdam: Harwood Academic Publishers. Paret, Rudi 1980: Mohammed und der Koran, 5. Auflage, Stuttgart: Kohlhammer. Ramu, P.S. 1991: Badshah Khan. Indo-Pakistan Relations, Delhi: S.S. Publishers. Ramu, P.S. 1992: Khudai Khidmatgar and National Movement. Momentous Speeches of Badshah Khan, Delhi: S.S. Publishers. Riesebrodt, Martin 2000: Die Rückkehr der Religionen. Fundamentalismus und der Kampf der Kulturen, München: C.H. Beck. Rittberger, Volker / Hasenclever, Andreas 2000: Religionen in Konflikten. Religiöser Glaube als Quelle von Gewalt und Frieden, in: Politisches Denken: Jahrbuch der Deutschen Gesellschaft zur Erforschung des Politischen Denkens, S. 35-60. Sampson, Cynthia / Lederach, John Paul (Hg.) 2000: From the Ground Up. Mennonite Contributions to International Peacebuilding, Oxford: Oxford University Press. Senghaas, Dieter 1998: Zivilisierung wider Willen. Der Konflikt der Kulturen mit sich selbst, Frankfurt a.M.: Suhrkamp. Shahak, Israel 2002: Between Hamas and Goldstein, in: Freund, Wolfgang: Looking into Hamas and Other Constituents of Palestinian-Israeli-Confrontation, Frankfurt a.M.: Peter Lang Publisher, S.160-163. Sharp, Gene 1973: The Politics of Nonviolent Action, Boston: Porter Sargent. Tai, Andreas 1997: Widerstand im Namen Allahs. Die Hamas als politischer Faktor im Friedensprozess, in: Ibrahim, Ferhad / Ashkenasi, Abraham (Hg.): Der Friedensprozess im Nahen Osten – Eine Revision, Münster: LIT Verlag, S. 139-158. Tendulkar, D. G. 1967: Faith is a Battle, Bombay: Popular Prakashan. Tessore, Dag 2004: Der Heilige Krieg im Christentum und Islam, Düsseldorf: Patmos. Tishkov, Valery 1997: Ethnicity, Nationalism and Conflict in and after the Soviet Union. The Mind Aflame, London: SAGE Publications. Van Evera, Stephen 1997: Guide to Methods for Students of Political Science, Ithaca, NY: Cornell University Press. Usher, Graham 2005: Abu Mazen’s Progress, in: Middle East International, Nr. 743, S. 10-12. Vermani, R.C. 1983: British Colonialism in India, Delhi: Authors Guild. Watt, W. Montgomery / Welch, Alford T. 1980: Der Islam I. Mohammed und die Frühzeit – Islamisches Recht – Religiöses Leben, Stuttgart: Kohlhammer
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery