مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

خيـــــال

عمر بورا زماني

خيـــــال
 د دې تورو شپو تيارو كې
 شوه سپوږمۍ په پلوشو كې
 زلفې پورته كړې له مخه
 لمر راوخته په شپو كې
ښكلې سترګوته مې راغله
چې وي نور په تجلو كې
بيا موسكۍ شوه غلې،غلې
شوه چې ماته په ليدو كې
ما يو سوال ورڅخه وكړ
شته طلسم ستا كتو كې
څنګه تاته په كتو شم
څنګ دې ښكيل كړم افسانو كې
څنګ دې رنګ كړم په رنګونو
څنګ دې جوړ كړم په لفظوكې
يا به ځان يو انځورګر كړم
تا به جوړ كړم په خيالو كې
يا به ځان يو ښه شاعر كړم
تاانځور كړم په شعرو كې
څه خو خيال څه حقيقت يې
چې دې ليكم په نظمو كې
يو احساس د تخيل يې
چې دې ليكم په دې شپو كې
ته په خيال كې (( بورا )) ښه يې

اشنا ستايه غزلو كې

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery