مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ملي امینت په تخار کي په یو مدرسه کي وسلې او مهمات نیولي

جواد

د ملي امنیت اداره وائې چي د تخار د ولايت  د  خواجه غار ولسوالۍ  د قروق په نوم کلي کي  ئې په يو دارالعلوم باندې د عملیاتو په لړ کي د طالبانو د ماين جوړولو يو ستر مرکز چي د ماین جوړولو د تړنینګ او وسلوال تخریب کار ترې اخستل کیده  کشف او  په زیاته اندازه  بیلابیل ماینونه  ، مرمۍ او نور تخنکي سامانونه چي ترې په ماین جوړولو کي کار اخستل کیده نیولي دي

د ملي امنیت ادارې دا ندي ویلي چي ایا ددغه مدرسې څخه ئې  ددغه موادو په تور کوم اشخاص هم نیولي که نه .
خو دوی اداعا کوي چي دغه مرکز د سیمي په نا ارامه کولو کي لوی رول درلودی .

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery