مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزل

فضل الرحمن عليزی

                       
ستـا تـصـويـر تـه زه لـه ډېـره وخـتـه ځير يم
ستــا تـصويـر خـو زه تـړلی په ځـنځـير يـم
مـــلامــت او دوه مـخي مــه راتــه وايـــه
زه د ډېرو يــم مـريــد، د ډېــرو پــيـر يـــم
ستا د سپين مخ عبادت چې مي شـروع کـړ
اوس د خلکو تر پـام بـد لــکـه کافــر یــم
کلــه ستــا پـه جـدايي کې خـدای تـه ژاړم
کلــه ستـا پـه آشـنـايي بــانـدې شــاکر يـم
ته چې مـا ازمـويې هـر څـه مي دا سـتـا دي
ولـي ستـا د ښـايـستـه ستـرګـو دلــګيــريـم
لـه کـوم وخـتـه چـې مـې سـتـا حسن ليدلی
لـه هـغـــه وخـــتـه لــه تــا ســره اسـير يــم
زه عليزی وم لکه ګل، لکه تور سکور شــوم
پــه يــاري کـې دي اشــنايـه اوس زهير يم
نوی ښار، کابل
نېټه ۱۳۹۵/۷/۲۰

 


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery