مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سفر

عمربورا زمانی

سفر

لکه پاڼه د خزان یم

په سفر باندې روان یم

 

له شمال  سره پرواز کړم

د یو نوي ژوند اغاز کړم

 

له دنیا نه تش لاس لاړم

خپل عمل ته  روسته ژاړم

 

یا راتاو رانه ماران دي

یاخو هورې او غلمان دي

 

په عذاب کې دی برزخ یم

یا په اور کې د دوزخ یم

 

چار چاپیره سره ګلونه

یا لمبې دي سره اورونه

 

مست محفل کې د خوبانو

خمار اخلم له  لبانو

 

 

وږی تږی چې سوزېږم

نه په وېر ژړا خلاصېږم

 

لکه غرونه دا لمبې دي

چار چاپېره ترې پېرې دي

 

وحشتونه تورتمونه

د زقوم تریخ خوراکونه

 

عذابونه دې بدلېږي

نه کمېږي نه ختمېږي

 

غټ ماران لکه اوښونه

تیز او غټ غټ یې غاښونه

 

په خوړوکې یې دردونه

څلویښت کاله یې عذابونه

 

لکه   قچره لوی لړم

نشته د زهرو د دې دم

 

په هر ټک کې یې  دې زهرونه

څلویښت کاله یې  عذابونه

ولږه تنده دې زیاتېږي

خواړه تریخ دې نه تېرېږي

 

تېر وخت کله راستنېږي

اوس توبه کله قبلېږي

 

بې صبري کې مو تاوان کړو

اوس  ناکام مو امتحان کړو

 

مو نږ ه ظلم په خپل ځان کړو

چې ملګری مو شیطان کړو

 

بس خلاصون په خپل عمل دی

بورا ژوند سره مرګ مل دی

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery