مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ننګرهار نوی والي محمد ګلاب منګل چارواکو ته ور وپیژندل سو

جواد
د ننګرهار نوی والي محمد ګلاب منګل د يوې سترې غونډې په ترڅ کې د ننګرهار ولسونو او دولتي چارواکو ته ورپيژندل شو او رسما يې په کار پيل وکړ. د ننګرهار نوي والي او اقوامو قبايلو چارو کې د ولسمشر سلاکار وزير محمد ګلاب منګل د پېژندنې غونډه، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې نن جوړه شوې وه پکې د مشرانو جرګې رئيس، کورنيو چارو وزير، سيمه ييزو ارګانونو مرستيال، د ملي او ولايتي شورا غړو، د دې ولايت ملکي او نظامي ادارو مسولينو، ځوانانو، قومي مشرانو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، بېلابېلو شوراګانو استازو او يو شمېر مېرمنو برخه لرله. د غونډې په پيل کې د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال د ننګرهار نوي والي محمد ګلاب منګل ته دنوې دندې مبارکي ورکړه. ګرديوال وويل، چې ګلاب منګل په پکتيکا، لغمان او هلمند ولايتونو کې د والي په توګه او د ملي يووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د سرحدونو چارو وزارت کې د وزير په توګه دنده تر سره کړې، چې پوره کاري تجربه لري. د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلميار د ننګرهارپخواني والي سلیم خان کندوزي کړنې وستايلې، چې په کمو امکاناتو يې پدې ولایت کې د خلکو ستونزو ته رسیده ګي کړې او همدا راز يې د جمهور رئیس څخه مننه وکړه، چې دې ولایت ته يې وړ شخص ګلاب منګل د والي په توګه معرفي کړ. مسلميار ګلاب منګل ته ډاډ ورکړ، چې پدې ولايت کې د قانون په تطبيق کې بشپړه همکاري کوي
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery