مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-27   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

په کندهار کي د ډلیزو ودونو دود مخ پر زیاتیدو دي

راپور: احمدالله سمون
په کندهار کي د ډلیزو ودونو دود مخ پر زیاتیدو دي او اوس د یو شمیر شورا ګانو د اتحادیو لخوا د هغه ځوانانو ودونه په ډلیز ډول ورکول کیږي چي د واده کولو وس او توان نه لري. تیره شپه د کندهار ښار په نهمه ناحیه کي د پرچمن شورا په مالي مرسته د لسو هغه کسانو د واده مراسیم نیول سوي وه چي د واده کولو توان يي نه درلودي. د پرچمن ولسی شورا رئیس فیضل الحق مشکاني کلید راډيو ته وویل چي دغه د دواده مراسیم ددي شورا د غړو په مالي مرسته جوړ سوي. مشکاني وویل چی د واده پر دغو مراسیمو څه باندي دوه لکه افغاني لګښت راغلي. هغه نوي زومان چي د پرچمن شورا يي د واده مصارف کړي وه خوشحاله ښکاریده او ویل يي چي د واده کولو وس او توان يي نه درلودي. دغو زمانو وویل چي په کندهار کي ددوي په څیر ډیر ځوانان سته چي کوزدي يي کړي وي خو د واده کولو توان نه لري. دوي پر ټولو ملي سوداګرو ږغ وکړ چي د بي وسه ځوانانو ودونو په ډلیز ډول ور وکړي تر څو اړ نسي چي د واده د مصارفو د پیداکولو لپاره بهرنیو هیوادونو ته مخه کړي. واده ته راغلي کسان دغه ډول ډلیزو ودونه خورا ګټور بولي او وايي چي په دي سره به خلګ له اقتصادي زیانونو څخه وږغورل سي. دوي وویل چي په کندهار کي ځوانان بي کاره دي اونسي کولای چي د اوسنیو رواجونو په شتون کي د یوه واده مصارف پوره کړي. کندهار ښاریانو له ټولو ملي سوداګرو غوښتنه وکړه چي بي وسه ځوانانو ودونه دي په ډلیزه توګه ور وکړي. دا لومړي ځل نه دي چي په کندهار کي ډلیز واده کیږي بلکي تر دي مخکي هم د یوه شمیر ملي سوداګرو په ملي مرسته د ډیرو کسانو ودونه پر یوه ځاي سوي دي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery