مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-27   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

کندهار ته د اروزګان هلمند او خپله د کندهار د ځینو ولسوالیو څخه د راغلو ۲۹۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او پوښاک مرسته وسول.

احمدالله سمون
په کندهار کي د یوه شمیر بهرنیو مئوسسو لخوا د ۲۹۰ کورنیو سره د خوراکي او غیري خوراکي توکو مرسته وسول. دغه مرسته نن پنج شنبه پر هغه کورنیو وویشل سوه چي د اروزګان هلمند او خپله د کندهار ولایت د یوه شمیر نا امنه ولسوالیو څخه د جنګونو له امله را کډوال سوي. د کندهار د کډوال رئیس محمد عظم نوابي وویل چي دغه مرسته په کندهار کي د دریو خیریه مئوسسو لخوا اماده کړل سوي او نن پر ۲۹۰ کډوالو کورنیو وویشل سوه. نوابي وايي چي دغه کسان ددوي د ریاست او یوه شمیر نورو ادارو لخوا تر پیژندولو وروسته د مرستي لپاره راغوښتل سوي. د غه کسان چي مرستي يې ترلاس کړي وايي چي د خپلو سمیو څخه يي یوازي خپل سرونه را ایستلي او په وینا يي چي ژمي را روان دي او دوي ډيرو مرستو ته اړتیا لري. دوی له دولت څخه غوښتنه وکړه چي ددوي په سیمو کي دي امنيت راولي تر څو دوی له احتياجاتو خلاص سي او بيرته خپلو مينو ته ستانه سي. د دغو بي ځایه سوو کورنیو سره دغه مرستي د W F P یا نړیوال غذايي سازمان یونیسیف او یو شمیر نورو مئوسسو لخوا برابري سوي وي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery