مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د پاچا شرط اوهوښیار وزیر

محمد انور ولید

 
 : ۱۳۹۵ لمریزکال ، د لړم ۹مه
 
ریښتیني ملي پاچاهان تل له خپل رعیت څخه د خواخوږي شپانه په څېر پالنه ، ساتنه او څارنه کوي . له لوږې ، تندې ، سړې ، تودې ، جوړې ، ناجوړې ، ظلمونو ، بې عدالتیو ، بې انصافیو ، حق تلفیو او نا امنیو یې ځا ن خبروي ، له لېوانو او نورو افاتو څخه یې ساتي . لکه څنګه چې پا چا ته د خپل ملت ټولې کورنۍ او بهرنۍ دندې او ذمه واریانې ور په غاړه وي ، نوله معمول سره سم یوداسې نظام جوړولو ته هم اړتیا لري چې ټولې ؤلسي او دولتي چارې په منظمه او قانوني توګه پرته له څه ځنډ ، خنډ او روابطوڅخه د ضوابطواودستورله مخې پرمخ په کې یوسي . خو نظام په خپلو ریښتینو یارانو او کاري ټیم سره پرمخ ځي . ځکه سړی په خپلو ریښتینو یارانو باندې خان وي . که یاران ورسره نه وي ، خاني کول هم ورته ستونزمنه خبره ده .
 
همداسې پاچاهي اوحکومت کول هم در واخله چې د وخت حاکم اود حکومت با کیفیته  نظام یې صادقو او ریښتینوملګرو او کاري ټیم ته همداسې اړتیا لري لکه د دائرې د شعاع وو په څېرچې د محیط ټولې نقطي یې له مرکزسره په یوه فاصله کې په ژوندۍ بڼه خوندي وساتي . په دې معنا چې اجرائي سیستم باید د ملت او اجرائیه محوري اډاڼې ترمینځ د باوراوعملي اړیکو یو پایه دارپُل جوړکړي ، ترڅو ملت په کې ځان پردی احساس نه کړي او دولتي ارګانونه په متعادله او متوازنه توګه خپلې چارې د وظیفوي مسؤولیت اوامانت له مخې پرته له دې څخه چې شخصي ګټوته پرملي ګټو باندې ترجېح ورکړي ، پرمخ په کې یوسي ا وملت د خپل دولت ترڅنګ په ستونزواوآسانتیاوودواړوکې په ډآډمنه توګه ملا تړلی ټینګ ور سره ودرېږي .
 
وایي چې یو وخت چېرې یوهوښیار پا چا ؤ . خپل ور پاتې میراثي ملي کور یې ډېر زوړ ؤ . موږکانو سوړې په کې جوړې کړې وې ، لړمانو ، مارانو او هر ډول غالبوزو ځالې په کې کړې او بچې یې په کې ایستلي وو . ملت او رعیت یې هره لحظه ، هره ګړۍ او هره ورځ کړول او هېڅوک یې له خوړلو او چیچلو خوندي نه وو . پاچا یې ړنګولو ته  مجبورشو . کله یې چې کُلنګونه ، بېلچې او ټسکورې پسې را واخیستلې ، نو د کور جوړولو اجاره یې بهرنیو کمپنیو ته ور وسپارله ، هغوی په لوی لاس د کور د بنسټ ترهره تیږه او هره خښته لاندې همغه حشرې او مارکنډۍ ورته ښخې او ځای پرځای کړې کومې چې پخواني نظامونه یې نړولي وو .له پاچا سره د ډاډمن امنیتي نظام جوړولو په اړه سوچ پیدا شو ، غوښتل یې چې د خپلې خاورې ، خپل ملت اوخپل نظام د خوندي ساتلواو ډاډمن امنیت له پاره یوه امنیتي ارګان او ددې ارګان سرمشریزې ته اړتیا ده ، تر څو په کور دننه او له کوره د باندې د حراست او له دښمن سره د مقابلې جوګه وي .
 
پاچا دخپلې همدې موخې له پاره په خپل قلمرو کې یو داسې څوک راپیدا کړچې وینه یې سوچه ، او وجود یې له همدې خاورې ،  اوبواو د انساني وجود له نورو ټولو اړوندوعناصرو څخه جوړؤ . په سرکې یې یو لوی فرش په یوه لوی تالار کې دمخه ور ته وغوړاوه ، د فرش یوې خوا ته پاچا او وزیر ولاړ وو ، او پر بل سر باندې یې دری دانې مڼې داسې ورته کېښوولې چې په هېڅ توګه یې لاس رسی نه ورته درلود . خو نوموړي کس ته یې وویل : ته مې ددې له پاره دلته را غوښتی یې چې تا د خپل هېواد ، نظام او ملت د امنیت خوندي کولو له پاره ددفاع وزیر وټاکم . خو شرط مې دادئ چې هغه دری دانې مڼې داسې په خپل لاس باندې پرته له کومې بلې وسیلې څخه را واخله چې لاس او پښه دې په فرش باندې ونه لګېږي ؟
 
نومول شوی وزیر چې خورا ځیرک ، تجربه کار او هوښیار سړی ؤ، نو د پاچا ددې شرط  پوره کولو له پاره یې له یوې مخې فرش د مڼو پرخوا ترهغو پورې ور ونغا ړه چې لاسونه یې مڼو ته ور ورسېدل ، او په خورا آسانۍ او تدبیرسره یې د پاچا دا شرط وارله مخه ور پوره کړ.
 
پاچا چې د وزیر فکري قوت ، درایت اوبصیرت ولیدلو ، نو سمدلاسه یې پر مټ وټپاوه او ورته ویې ویل چې ستاسې په مخ کې همداسې موانع او خنډونه پراته دي . که غواړۍ چې خپل ځان هدف ته ورسوې ، نو لومړی هغه خنډونه او موانع چې مو مخې ته پراته دي ، همدغه راز په آسانۍ سره له مینځه یوسۍ . خو دې ته موهم باید پام وي چې هدف ته د رسېد و له پاره د کورنیو او باند نیودښنمنانو لارښوونو ته څه اړتیا او تمه نه ده په کار . ځکه هغه متل دئ چې وایي : په پردي لاس مار مه وژنه . ځکه چې دښمن مو تل ګمراه کوي اوغواړي ستاسې همدغه هدف دوی خپله ترلاسه کړي . هېڅکله ددښمن په خوږه ، او د ژمي په توده مه نازېږۍ . دښمن اولېوه یو خېل دي . لېوه او ګیدړه هېڅکله هم نه اهلي کېږي او څه وخت چې د لمانو پالېز وویني ، تل یې هڅه داوي چې له کومې بلې لارې څخه د لمانو پالېزته ورسېږي اوهلته ځانونه د لمانو په پالېز کې پالېزوان مقرر کړي . کله چې لېوه او ګیدړان د لمانو په پالېز کې پالېزوان و ټاکل شي نو بیا خو تورې او سپینې خپله د لېوانو او ګیدړانو دي .
 
اې افغان مشرانو ! سره یو شۍ ! که نه نو ورکېږۍ او نابو دېږۍ . مه پرېږدۍ چې مافیایي کړۍ د افغانستان په ملي شتمنیو کې خپلې داړې در څخه ښخې کړي او هر څه دوی را څخه وخوري . ځکه بیا به په سپېره میدان لاسونه ټکوۍ او ګوتې به مروړۍ او هېڅ به په لاس نه در ځي . خو زه خپلې خبرې د رحمان بابا په دې شعر پای ته رسوم چې ویلي یې دي :
 
                                 تر ورخ تېرې اوبه بېرته نه چار وځې ، نه جار وځي تېر ساعت په بېرته بیا .
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery