مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دښاغلي حمیدي پرناول څوکرښې

نورشاه نوراني


له یاده مې وتي دي، په کومه مجله او ویب پاڼه کې مې دناول په اړه یوڅه معلومات پخوا لوستي ول، چې ناول په کومو ارونو او معیارونو باندې باید ولیکل شي، ایا ښه ناول کومې ځانګړتیاوې لري. هر ناول د ډول ډول وړو وړو پېښو ټولګه ده ، ددغو پېښواو واقعاتو ترتیب ته  پلاټ ویل کیږي. په عامه توګه دپلاټ او دکېسې ترمنځ توپير څوک نه کوي دواړه یو شی بولي. په داسې حال کې، چې دکېسې او دپلاټ ترمنځ ډیر توپیر موجود دی ځکه ،چې داممکنه ده ، چې په ناول کې دې بالکل پلاټ نه وي، خو دا ناممکنه ده، چې په ناول کې دې کېسه نه وي. پلاټ جوړول هم یوډول فن دی، دښه پلاټ لرونکي ناول هره برخه منسجمه او په زړه پورې وي. پلاټ عمومآ څلور یاپنځه برخې لري، چې دلته یې دڅلورو برخو یادونه اړینه بولو.
لومړۍ دکرکټرنواود کردار پېژندنه
 په دویمه برخه کې دکرکټرونو ټکر
 په دریمه برخه کې یې هغو ستونزو ته دحل لاره ده ، چې کرکټر ورسره مخ کیږي.
په څلورمه برخه کې په منطقي پایله او نتیجه ناول پای ته رسیږي.
پلاټ په ناول کې زړه راښکون پیداکوي دښه پلاټ پرمټ په یوه خیالي کېسه باندې دحقیقي کېسې ګمان کیدای شي.
ښه ناول دښه پلاټ پرمټ شونی دی، په ناول کې دښې فنکارۍ لومړۍ ثبوت دپلاټ ښه ترتیب دی ځکه  چې پلاټ په ناول کې دکېسې نه ډیر اړین وي.
ناول پرته له کیسې نه ناشونی دی، په عامه ناول کې هم کیسه وي بلکې ښې کېسې چې لوستونکی ورنه سر نشي پورته کولی خو پلاټ نه لري، او نه لوستونکي ته د پلاټ احساس محسوسیږي. پلاټ په کېسه کې سلیقه پيداکوي.
په ناول کې له ضرورت نه زیات واقعات یا تحرکات چې دکېسې له نفس سره  ډیر کم تعلق لري پکار نه دي.
نو پردې اساس پلاټ په ناول کې فني ښکلا پيداکوي، اوپه ناول کې فني کشش اوښکلا ډیره اړینه وي، په یاد ولرئ پلاټ چې څومره زړه راښکونکی وي په همغه کچه کېسې ته فني ښکلا وربښي.
مونږ دلته په ناول کې دپلاټ دمهم والي په باب وغږیدو پدې اساس چې پلاټ ترټولو مهم او اړین دی، که چیرې مونږ یوازې کېسې په یوه بله پسې وپېیو اوپلاټ ته پاملرنه ونه کړو، لوستونکي له لاسه ورکوو او یو ښه ناول ټولنې ته نشو وړاندې کولی.
ځینې لیکوالان فقط یوازې یوه په بله پسې دکیسو قطار کولو ته دناول نوم ورکوي، لکه مخکې چې ما یادونه وکړه ناول خورا مهمې له پلاټ پرته نورې ځانګړتیاوې هم لري چې په معنوي او تخنیکي لخاظ باید ورته زیاته توجه وشي.
یو ښه ناول لیکونکی هغه وخت بریالی کیدای شي چې دناول مهم معیارونه او ارونه په پام کې ونیسي او دهغې پر بنسټ ناول بشپړ کړي. دلته مونږ یوازې په همدې پلمه د یو ښه ناول لیکنې ته اشاره وکړه چې د شاعر،لیکوال او ژورنالست شکورالرحمن حميدي پرناول یو څو کرښې تورې کړو ترڅو له موقعې په استفادې سره د ناول ځینو ځانګړتیاوو ته مو هم دلوستونکو ورپام کړو.

په اوسنۍ معاصره دوره کې ډیری ځوان قلموال دعلم اوفرهنګ پرځمکه راټوکیدلي شعر، نثر اود پښتو ادب د بیلا بیلوژانرونو په لیکلو بوخت دي چې دا د پښتني فرهنګ دغوړیدا اوپرمختګ سره ډیره مرسته کوي .

رابه شو دې ته چې په خوست ولایت کې اوس مهال  دعلم اوفرهنګ په برخه کې هلې ځلې لا ښې او ګړندۍ روانې دي، د تېرو څو کالونو راهیسې مونږ د ډېر شمېر علمي اوفرهنګي اثارو شاهد یو، چې دځینو ځوانو قلموالو په ګوتو او قلمونو د برکت وي چې لا یې  دا ډګر تود ساتلی دی. په خوست کې له دې ډلې قلموالو څخه یو شکورالرحمن حمیدي صیب دی .چې دا یې دریمه ناولیزه هڅه ده چې ترخپله وسه یې دبري  ترمنزله ورسوله ، زمونږ ادبي او ناولیزه تنده یې تر ډېره را خړوبه کړه د [زرګون] په نوم ناول مې سرترپایه ولوست ،ډيرې خواږې ترخې خاطرې او پېښې مې پکې ولوستې، خدای شته ځینو صحنو یې سخت ودردولم، ځکه د ژوندانه ټولو خواوو ته پکې اشاره شوي، د طاهر په نوم کرکټر چې د ناول مرکزي لوبغاړی دی، د ژوند په اوږدو کې دسترو چېلنجونو او ننګونو سره مخ دی، ډېرې سختې شپې او ورځې یې تېرې کړي، د ژوندانه په ستونزمن ډګر له سختو پړاوونو تېر شوی، په هرصورت دناول ژبه روانه ده.

تسلسل یې هم تر ډېره ښه دی، له نېکه مرغه چې حمیدي صیب دنثر او ناول لیکنې په برخه کې د ډېرو سیمه والو لیکوالو څخه څو ګام وړاندې روان دی.

دشعر او ناول لیکنې برخو کې چې دده اثار ما څومره مطالعه کړي دي په قلم یې لاس بر دی، توري او الفاظ یې ملګري دي تردې وړاندې یې دوه نور ناولونه چاپ شوي چې ډېر شمېر مینه وال یې پيداکړي، له همدې امله دلوستونکو مینې دې ته اړ کړ، چې د زرګون په نوم یو بل ناول هم د دوی تر لاسونو ور ورسوي ترڅو انسانیت، مینه، عاطفه، ټولنیز دردونه ، ناخوالې، د ژوند لوړې ژورې، ښې اوبدې خاطرې، د ژوند ترخه واقعیتونه  پکې ولولي.

او خپلې ټولنې ته یو ښه پیغام په هنري او ادبي ژبه دتل لپاره دعبرت په توګه دتاریخ پرپاڼو په روښانه توګه پرېږدي، ترڅو راتلونکي نسلونه ترې پند، مینه ، او احساس واخلي د ناخوالو او ننګونو سره دمقاومت او مبارزې درس زده کړي .

په پای کې  په همدې هیله چې ګران حمیدي صیب به لاهم خپلې ادبي او هنري هڅې ګړندی کړي، ترڅو د پښتو ادب پر لمن لا نور ګلونه هم ور وټومبي په ګوتو او قلم یې برکت شه .                   ستاسو ورور

دخوست ولایتي شورا د فرهنګي او عامه اړیکودکمیټې مشر

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery