مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-15   مخپرونکئ : 103 - دبېنواخبریال - کابل

په کندهار کي لا هم ډېري ولسوالۍ سته دي چې د حکومتدارۍ په برخه کې هيڅ اقدامات پکښې نه دي تر سره سوي

benawa afghanistan
احمدالله سمون
لا هم په کندهار کې ډېري ولسوالۍ د ښې حکومتدارى په برخه کې د ستونزو سره مخ دي او خلک يې نسي کولاى چې خپل مشکلات پر وخت په ولسواليو کي حل کړي. د کندهار ولايت چې (۱۷) ولسوالۍ لري غورک، ښوراوک، ميانشين، خاکريز، ريګستان او يو شمېر نورو ولسواليو کې د حکومتدارۍ په برخه کې تر ډېره يا خو مامورين نسته اوهم یې خلک ناخبره دي چې دولت په څومره کچه سهولتونه ورته برابر کړي دي. په دي اړوند د يوه ورځني ورکشاپ په څنډه کي د کندهار د اقتصاد ريس محمد رحيم رحيمي وويل چې اړينه ده په ولسواليو کې د مامورينو د کمښت، د خلکو د پوهاوي او هم د زمينې د برابرولو په برخه کې اقدامات وسي. خو هغه وايې چې د ښې حکومتولى په برخه کې د مدني ټولنو رول هم اغيزمن تماميږي. پر همدې مهال د کندهار د پنجوايې ولسوال وويل چې اړتيا ده د ولسواليو په کچه د ښې حکومتولى په برخه کې لا هم سهولتونه ډېر سي خو زياتوي چې د مدني فعالانو فعاليتونه کمرنګه دي. له بلي خوا د کندهار مدني فعال ناصر مبارز وايې چې مدني فعالان د خلکو د پوهاوي هڅه کوي او هم يې دولتي ادارو ته وړ کسان ور معرفي کړي دي. نوموړى وايې چې دلته ډېر ظرفيتونه سته خو د ناسمو اصلاحاتو له امله ډېر کمزوري کسان پر دندو ګمارل سوي دي ځکه خو ښه حکومتداري کمزورې ده. بايد ياده کړل سي چې د کندهار ولايت په کچه د مدني فعالانو کړني هم تر نيوکي لاندي دي خو ښه حکومتداري بيا تر ډېره د حکومت د کمزوري پاليسى له امله هغسي نه ده تطبق سوې څنګه چې د خلکو غوښتنه ده.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery